ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

شنونکي: حج ته له تلونکو څخه په پيشکي پيسو اخيستو کې د معاملې امکان شته

شنونکي: حج ته له تلونکو څخه په پيشکي پيسو اخيستو کې د معاملې امکان شته

author avatar
25 Jul 2012 - 08:39
شنونکي: حج ته له تلونکو څخه په پيشکي پيسو اخيستو کې د معاملې امکان شته
author avatar
25 Jul 2012 - 08:39

کابل (پژواک ٤ زمرى ٩١): يو شمېر کارپوهان د حج له زيارت کوونکو د پېشکي پيسو پر اخيستو نيوکه کوي او وايي، چې ښايي په دې برخه کې د ياد وزارت او اړوند بانک ترمنځ معامله شتون ولري.

مخکې له دې هر کال د حج د زيارت کوونکو ترمنځ پچه اچول کېده، خو د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د چنګاښ په مياشت کې اعلان وکړ، چې د حج د زيارت کوونکو د نوم ليکنې په پروسه کې د بې نظمۍ د مخنيوي لپاره پرېکړه وشوه، څو زيارت کوونکي د درېيو کلونو لپاره د پچې له لارې وټاکل شي.

وزارت ويلي وو، چې د بيت الله شريف هر زيارت کوونکى په مرکز او ولايتونو کې مکلف دى، د نوم ليکنې په ورځ پنځوس زره افغانۍ بانک ته وسپاري، که چېرې يې سږ کال نوبت ورسېد، نورې پيسې به هم وسپاري، له هغه پرته راتلونکى کال، کله چې د زيارت کوونکو د لېږلو پروسه پيلېږي، پاتې پيسې به وسپاري.

د ارشاد، حج او اوقاف وزارت وايي، چې يادې پېشکي پيسې د يوه تړون له مخې په بانک ملي افغان کې د امانت په توګه سپاري او له هغه نه استفاده نه کېږي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، تر اوسه ٤٦ زره کسان د پچې له لارې د سږ کال او دوو راتلونکو کلونو لپاره ټاکل شوي، چې هر يوه يې پنځوس زره افغانۍ سپارلې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېر کال د حج د فريضې د ادا کولو لپاره څه باندې سل زره کسانو نوم ليکنه کړې وه، چې ٣٠ زره يې د پچې له مخې حج ته واستول شول.

يوه ديني عالم مولوي شمس الرحمن فروتن د حج د زيارت کوونکو د ټاکلو په نوي پروګرام نيوکه وکړه او ويې ويل، چې د حج او اوقاف وزارت څه اړتيا لري، چې د خلکو پيسې دوه درې کاله مخکې اخلي.

هغه وويل: “سل په سلو کې نه شم ويلى، خو له اعمالو او کړنو او له دې حالاتو داسې ښکاري، چې د وزارت او بانک تر منځ کومه معامله شوې ده.”

هغه د حج له زيارت کوونکو اخيستل شوو پيسو ته اشاره وکړه او ويې ويل، که چېرې دا پيسې په بانک کې امانت هم وي، نو بانک ترې په سودي معاملو کې کار اخلي.

هغه زياته کړه: “الله تعالى فرمايي، چې تاسو په ګناه او تېري کې يو له بل سره مرسته مه کوئ، پچه اچول او نوى سيسټم دوه ستونزې لري چې له سودي سيسټم او د حج او اوقاف له چارواکو سره يې مرسته کړې ده … حاجي صاحبان ملامت نه دي، اصلي ملامت کسان هغه څوک دي، چې دغه لاره يې بانک ته خلاصه کړې ده.”

همدارنګه يوه ديني عالم محمدحسن حقيار هم په ياد وزارت نيوکه وکړه او ويې ويل، چې د حج له زيارت کوونکو د پېشکي پيسو د اخيستو لپاره هېڅ دليل نه لري او وزارت بايد له دې کاره تېر شي.

هغه زياته کړه: “له زيارت کوونکو نه د پيشکي پيسو اخيستل شرعي اړخ نه لري، يو څوک کولى شي په يوه يا دوو کلونو کې په زر ډالرو کار وکړي او ګټه ترې ترلاسه کړي.”

حقيار هم په دې اند دى، چې بانک د حج له زيارت کوونکو نه په سودي معاملو کې کار اخلي او د وزارت او بانک ترمنځ کومه معامله شته.

د کابل پوهنتون د اقتصاد پوهنځي استاد سيف الدين سيحون په دې اړه وويل: “د يوه اقتصاد پوه په توګه راته هېڅ منطقي نه ښکاري، چې د حج له يوه زيارت کوونکي نه درې کاله مخکې پيسې واخيستل شي او په بانک کې وساتل شي، په داسې حال کې چې تر اوسه معلومه نه ده چې راتلونکى کال څه رامنځته کېږي او کوم بدلونونه راځي او درې کاله وروسته به حاجي ته کوم خدمتونه وړاندې شي.”

هغه زياته کړه: “زما په اند، د دې مسئلې تر شاه لږ تر لږه د يوې مالي ناوړه ګټې اخيستو موضوع شته.”

هغه هم وويل، چې بانکونه له امانت پيسو هم کار اخلي او حتماً هغه بانک چې د حج د زيارت کوونکو پيسې اخلي، له دغو پيسو نه هم په سودي معاملو کې کار اخلي.

خو د ارشاد، حج او اوقاف وزارت مالي او اداري مرستيال داعي الحق عابد پژواک ته وويل، چې د وزارت د دې پرېکړې تر شاه هېڅ معامله نه ده شوې.

هغه وويل، چې د درېيو کلونو لپاره د پچه اچونې او د پېشکي پيسو د اخيستو پرېکړه د حج پروسې د چارو د لاښه تنظيم او اصلاحاتو په موخه شوې ده.

د هغه په وينا، د دارنګه پچه اچونې، له حج کوونکو نه د پېشکي پيسو اخيستل او په بانک کې د دې پيسو ساتل په نورو هېوادونو لکه ايران، ماليزيا او ترکيه کې هم دود دى او ښه پايله لري.

هغه زياته کړه: “د هغه تړون له مخې، چې د افغان ملي بانک، ارشاد، حج ا و اوقاف وزارت او ماليې وزارت ترمنځ شوى دى، بانک له دې پيسو نه هېڅ ډول استفاده نه شي کولى، دا پيسې په بانک کې امانت دي.”

هغه د زياتو معلوماتو له ورکولو پرته وويل، بانک ضمانت ورکړى، چې له دې پيسو به کار نه اخلي.

نوموړي په دې اړه، چې په کوم دليل له حج کوونکو پېشکي پيسې اخيستل کېږي؟ وويل: “موږ د زيارت کوونکو پيسو ته اړتيا نه لرو، موږ له دې پيسو سره هېڅ کار نه لرو، پيسې په بانک کې امانت دي، په تېرو کلونو کې يو شمېر داسې خلک وو، چې له خپلې پرېکړې تېرېدل او نه تلل، اوس همدا پيسې د دې لامل کېږي، چې زيارت کوونکى جدي تصميم ولري.”

دا په داسې حال کې ده، چې د هغه په وينا، که چېرې څوک له خپلې پرېکړې تېرېږي، کولى شي خپلې سپارل شوې پيسې بېرته واخلي.

د عابد د معلوماتو له مخې، وزارت په پام کې لري، چې په راتلونکي کې د نورو هېوادونو له تجربو څخه په کار اخيستو سره دغه پيسې د اسلامي مضاربت په حساب کې واچوي او ګټه يې د پيسو خاوند ته ورسوي.

د افغان ملي بانک رييس محب الله ساپي د زيارت کوونکو له پيسو څخه د کار اخيستو او د حج له وزارت سره د تړون د څرنګوالي په اړه وويل: “اوس لا وختي دى، چې په دې اړه خبرې وکړم.”

همدارنګه نوموړي وويل، چې په دې اړه بايد د ارشاد، حج او اوقاف له وزارت سره خبرې وشي.

د حج يو شمېر زيارت کوونکي، چې د روان کال په پچه اچونه کې ټاکل شوي دي، هم د وزارت په دې پروګرام نيوکه کوي ، خو يو شمېر نور ترې راضي دي.

د ننګرهار د دره نور ولسوالۍ اوسېدونکي ٥٨ کلن محمد قاسم وويل، چې د پچې له مخې بايد په ١٣٩٢ کال کې حج ته ولاړ شي.

هغه زياته کړه د نوم ليکنې پر مهال يې دغه پيسې په پېشکي ډول د ارشاد، حج او اوقاف وزارت ته سپارلي دي.

هغه وويل: “موږ غريب خلک يو، دا پيسې مو په ډېرو ستونزو پيدا کړي او ساتې وې، که چيرې يې داپسي حج ته د تلو په کال له موږ نه اخيستې واى، نو د کورنۍ ستونزو د هوارولو لپاره مې په دې پيسو کار کړى واى. “

د لغمان د قرغيو ولسوالۍ د لوګر لام کلي اوسېدونکي محمد حسين وويل، چې د پچې له مخې يې په ١٣٩٣ کال کې د حج تلو نوبت رسېدلى دى.

هغه وويل، چې وزارت ته يې زر امريکايي ډالر سپارلي دي، خو کولى شي، چې که چېرې له خپلې پرېکړې تېر شي، دا پيسې بېرته واخلي.

هغه وويل: “خو زه خپلې پيسې بېرته نه اخلم؛ ځکه په دې پيسو مې په ١٣٩٣کال کې د حج تلو نوبت نيولى دى.”

Visits: 2

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.