ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په فراه کې د ښځو وژنې او کورني تاوتريخوالي ډېر شوي

په فراه کې د ښځو وژنې او کورني تاوتريخوالي ډېر شوي

author avatar
25 Jul 2012 - 08:39
په فراه کې د ښځو وژنې او کورني تاوتريخوالي ډېر شوي
author avatar
25 Jul 2012 - 08:39

فراه (پژواک ٤ زمرى ٩١): زوم مې زما لور په ځنځير تړلې، پر مخ او بدن يې ورته جوش اوبه اچولې، شونډې، غوږونه او نور غړي يې ورته په بياتي پرې کړي وو او بيا يې په ګولى وويشتله او ويې وژله.”

دا د فراه د خاک سفېد ولسوالۍ د اوسېدونکې جميلې د پلار محمداکبر ادعا ده.

دى وايي، چې ٢٤ کلنه جميله درې مياشتې مخکې د دې ولسوالۍ په رنج کلي کې د خپل خاوند له خوا په بې رحمۍ ووژل شوه.

محمداکبر پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د جميلې لومړى خاوند مړ شوى او يو ماشوم ترې پاتې و، له مجبورۍ يې جميله د نيک محمد په نوم يوه ٥٤ کلن سړي ته چې ښځه او څو ماشومان يې درلودل، ورکړه.

د جميلې پلار زياته کړه، چې لور يې د خپل خاوند تر فشار او ظلم لاندې وه او مجبوره شوه، چې له خپلې ناسکه لور سره پاکستان ته وتښتي، خو خاوند يې هغه له پاکستانه راوسته او له هغه وروسته پرې ظلمونه لا زيات شول.

محمداکبر زياته کړه: “نيک محمد زما لور يوه مياشت په ځنځير تړلې او بندي کړې وه. پر مخ او بدن يې جوش اوبه ورته اچولې او شونډې، غوږونه او پوزه يې ورته په قيچي غوڅول، آن تر دې چې د هغې ښۍ پښه يې تر ښنګري اره کړې وه.”

هغه زياته کړه، چې هغه وروسته جميله په ګولى ويشتلې او تر خاورو لاندې يې کړې وه، تر هغو چې خپلوان يې خبر شول او د هغې مړى يې پيدا کړ.

د جميلې مور هم وويل، چې اته مياشتې کېدې، چې خپله لور يې نه وه ليدلې او خاوند يې اجازه نه ورکوله، چې د پلار کور ته ولاړه شي.

هغې زياته کړه: “کله به چې له خپلوانو او ګاونډيو خبره شوم، چې نېک محمد مې پر لور ظلم کوي، نو په ځان به راتاوه شوم او هېڅ چاره مې نه درلوده، پرته له دې چې زوم ته مې ښېرې وکړم.”

د جميلې مور وويل، چې زوم يې تښتېدلى او له دولت نه يې وغوښتل، څو هغه ونيسي او سخته سزا ورکړي.

د فراه ولايت د ښځو چارو رييسې ليلما صديقي هم په دې ډول د جميلې وژل د اسلامي او انساني اصولو ضد عمل وباله او ويې ويل، چې د دې ښځې د بدن د غړو شکول او شکنجه کول ظلم او وحشت ښيي او عامل يې بايد مجازات شي.

خو د فراه د امنيه قوماندان له جنايي جرمونو سره د مبارزې مدير سمونيار نجيب الله وويل، چې نېک محمد لادرکه دى او پوليس يې په لټه کې دي.

هغه زياته کړه، چې پوليسو د نيک محمد يو خپلوان د جميلې د پلار په ادعا په دې وژنه کې د ګډون په شک د روان کال د غبرګولي په اومه نېټه نيولى دى.

د فراه د ښځو چارو رييسې وويل، چې د روان کال له پيله تر اوسه له دوى سره د ١٣وژنو، درې ځان وژنو، ١٣ طلاقونو او له کورته د تښتېدو، وهلو ټکولو، نفقې نه ورکولو او نورو په ګډون د تاوتريخوالي ٦٠ پېښې ثبت شوې دي، په داسې حال کې چې تېر کال د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي هېڅ پېښه نه وه ثبت شوې.

ليلما صديقي زياته کړه، چې دوى په پام کې لري، څو د فراه د سيمه ييز ټلويزيون له لارې د دغه ولايت د عالمانو او سپين ږيرو په ګډون ګردي مېزونه جوړ کړي ، څو خلکو ته د اسلام او بشري حقونو له پلوه د ښځو او نارينه وو د حقونو په اړه معلومات ورکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې په لوېديځه حوزه کې د بشري حقونو د خپلواک کمېسيون د ساحوي دفتر د ثبت شوو شمېرو له مخې، د روان کال په لومړيو درېيو مياشتو کې د ښځو او نجونو پر وړاندې د تاوتريخوالي ١٩٤ پېښې ثبت شوې دي.

د دغه کمېسيون رييس سيد عبدالقادر رحيمي وايي، چې په دې تاوتريخوالو کې ١٨ ځان وژنې، ١٦ وژنې، ١٠ ځان سوځونې شاملې دي. په نورو کې جنسي تېري، له کوره تېښته، وهل ټکول او جبري ودونه شامل دي.

خو د هرات د څارنوالۍ رييسه ماريا بشير وايي، څارنوال پرېکړه کړې، څو د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي قضيې په جديت وڅېړي.

د هغې په وينا، په تېر کال کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي ٢٠٥ قضيې د حکم د صادرولو لپاره محکمې ته سپارل شوې دي. 

Visits: 2

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.