کابل (پژواک ٨ زمرى ٩١): د ميدان وردګو د چک ولسوالۍ ولسوال نن سهار د وسلوالو مخالفينو په يوه بريد کې ووژل شو.
د ميدان وردګو د والي وياند شاهدالله شاهد د زمري په ٨ مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د چک ولسوال محمداسماعيل وفا نن سهار اته نيمې بجې ووژل شو .
هغه زياته کړه، وفا له کور څخه ولسوالۍ ته روان و، چې وسلوالو ورته کمين نيولى و او بريد يې پرې وکړ.
دشاهد په وينا، په دغه بريد کې د نوموړي ولسوال يو زوى هم ټپي شوی و ، چې وروسته یې د سختو ټپونو له امله ساه ورکړه.
د چک د ولسوال کور د ولسوالۍ د ودانۍ په ٢٠٠ مترۍ کې موقعيت لري او وسلوال له بريده وروسته له سيمې په تېښته بريالي شوي دي.
د يادونې ده چې تېره اوونۍ (د زمري درېيمه) اسماعيل وفا د خپل کور مخې ته د ماين له يوې چاودنې روغ وتلى و.
اسماعيل وفا له تېرو شاوخوا دوو کلونو راهيسې د چک د ولسوال په توګه دنده ترسره کوله او له دې مخکې يې د دايميردادو ولسوالۍ ولسوال و.
وسلوالو طالبانو ددغه پېښې مسووليت پرغاړه واخيست .
طالب وياند ذبيح الله مجاهد پژواک اژانس ته وويل ، چې ددوى وسلوالو نن سهار اته بجې د يوه کمين په ترڅ کې د کور په مخ کې ياد ولسوال وواژه او يوبل تن يې ټپي کړ.
Visits: 2
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن