کندهار ( پژواک ٩ زمرى ٩١ ) : د افغان ځواکونو په مشرۍ په کندهار ولايت کې د نويد په نوم شپږ مياشتني عمليات پيل کېږي.
د دغو عملياتو مشري به د افغان ځواکونو پر غاړه وي، خو بهرني ځواکونه به د مرستندويه ځواک په توګه د ماينونو د کشف او روغتيا په برخو کې مرسته کوي.
په دې اړه نن د زمري په ٩مه، په کندهار کې د ملي اردو د ٢٠٥ اتل قول اردو په قوماندانۍ کې غونډه جوړه شوې وه، چې پکې د کندهار ولايت مرستيال، د ايساف د سوېلي زون قوماندان، د ملي پوليسو او ملي اردو قوماندانانو او د يو شمېر ولسواليو ولسوالانو ګډون کړى و.
د ملي اردو د ٢٠٥ اتل قول اردو قوماندان جنرال عبدالحميد حميد پژواک اژانس ته وويل، چې د کندهار په شمالي ناامنو ولسواليو کې به د روان دوبي او راتلونکي مني موسمي عمليات پيل شي، چې شپږ مياشتې به وغځېږي.
هغه زياته کړه، د دغو عملياتو موخه د وسلوالو مخالفينو د فعاليتونو مخنيوى او د امنيت ټينګښت دى، تر څو دغه ولسوالۍ د واک د لېږد د راتلونکو پړاوونو لپاره چمتو شي.
د نوموړي په وينا، د دغو عملياتو مشري به د افغان ځواکونو پر غاړه وي او بهرني ځواکونه به يواځې مرستندويه رول تر سره کوي او په ځينو مواردو کې به د روغتيا او ماينونو په کشف کې مرسته کوي.
د کندهار ولايت مرستيال عبدالقديم پتيال پژواک اژانس ته وويل، چې د دغه ولايت شمالي نا امنو ولسواليو ته ډېره لږه پاملرنه شوې ده.
هغه زياته کړه، چې د کندهار په شمالي ولسواليو کې د وسلوالو مخالفينو فعاليتونه تر سترګو کېږي، دغلته د سړک د غاړې ماينونه هم د ملکي وګړيو او هم د امنيتي ځواکونو پر وړاندې لوى ګواښ دى.
نوموړي غوښتنه وکړه، چې د عملياتو په پايله کې دې دغو ولسواليو ته پاملرنه زياته شي، تر څو د خلکو او حکومت تر منځ را پيدا شوى واټن لنډ شي.
د غونډې نورو برخوالو هم د دغو عملياتو تائيد وکړ، خو هغوى غوښتنه کوله، چې د حکومتدارۍ پياوړتيا ته دې زياته پاملرنه وشي او د بيا رغونې کارونو ته دې لاره هواره شي.
امنيتي چارواکي داسې مهال په کندهار کې د نويد په نوم د دوبي او مني د موسمي شپږ مياشتنيو عملياتو د پيل خبر ورکوي، چې د دغه ولايت په ژيړۍ، پنجوايي او ميوند ولسواليو کې وار له مخه د څلورم کلک هوډ په نوم عمليات پيل شوي، چې د چارواکو په وينا ، ښې پايلې يې لرلې دي.
د يادونې ده، چې د روان ١٣٩١ کال د چنګاښ د مياشتې په ٢٨مه، د کندهار ښار او درېيو ولسواليو ډنډ، دامان او ارغنداب امنيتي چارې هم له بهرنيو څخه افغان ځواکونو ته وسپارل شوې.
Visits: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن