چغچران (پژواک ٩ زمرى ٩١): د لومړي ځل لپاره د غور په مرکز چغچران کې د امريکا د پراختيايي ادارې په ١٨٠زره ډالره مرسته تفريحي پارک جوړيږي.
د دغه پارک د جوړولو چارې نن پيل شوې.
د چغچران ښاروال محمدعثمان عصمت وايي، چې دغه پارک به په يو کيلومتر مربع ساحه کې د دوو مياشتو په موده کې جوړ شي.
د سرچينې د څرګندونو له مخې، دغه پارک به شنه سيمه، د ماشومانو او کورنيو لپاره ځانګړي ځايونه، د باسکټبال او واليبال ميدانونه او هټۍ ولري.
هغه وويل، چې جومات مخکې د دغه پارک په ساحه کې جوړ شوى او په پام کې ده، چې د پارک د اوبو رسولو د سيسټم لپاره له لمريزې برېښنا کار واخيستل شي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، د دغه پارک د اوبو اړتيا به له ژورې څاه او د پارک په شاوخوا ٣٠٠ مترۍ کې له شته سيند څخه پوره شي.
د محمد په نوم د دغه ښار يوه اوسېدونکي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د دغه پارک جوړول د ټولو، په تېره بيا د ماشومانو لپاره ښه اقدام دى؛ ځکه چې تر اوسه په دغه ښار کې يو تفريحي پارک هم شتون نه لري.
په دغه ولايت کې د امريکا د پراختيايي ادارې د رمپپ “RAMP-UP” پروګرام د ولايتي دفتر مسوول عارف قاضي زاده وويل، چې تېر کال د دغه پروګرام له لارې د چغچران ښار پلې لارې جوړې شوې او په پام کې ده چې په راتلونکي کې په دغه ښار کې دوه نور تفريحي پارکونه هم جوړ کړي.
د رمپپ له لارې له ښارواليو سره اړينې مرستې کوي.
Visits: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن