ترينکوټ:(پژواک ۹ زمرى ۹۱) : د اروزګان د مرکز ترينکوټ ښار په يوه جومات کې د چاودنې له امله يو قاضي ووژل شو او څلور تنه نور ټپيان شول.
ددې ولايت دامنيه قوماندانۍ وياندفريد عايل د زمري په ٩ مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ياده چاودنه نن سهار شاوخوا ۵ بجې د ترينکوت اړونده د خيرو کارېز سيمې په يوه جومات کې وشوه. هغه زياته کړه،چې د چاودنې موخه ددې ولايت دابتدائيه محکمې يو قاضي مولوي تاج محمد و، چې د سهار له لمانځه څخه وروسته په جومات کې ناست و. د عايل په وينا، په دې چاودنه کې مولوي تاج محمد ووژل شو او په جومات کې څلور تنه نور لمونځ کوونکي ژوبل شوي دي. د اروزګان د مرکزي روغتون يوه ډاکتر عزت الله پژواک اژانس ته وويل ،چی د پېښې له ځای څخه ورته يو ژوبل ور وړل شوى او روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ دى. ددې چاودنې مسووليت تر اوسه چا پر غاړه نه دى اخيستى.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن