ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

زلمى رسول: د پاکستان د بريدونو د مخنيوي لپاره ډيپلوماتيکې هڅې ډېرې بريالۍ نه وې

کابل(پژواک،١١زمرى٩١): د بهرنيو چارو وزير وايي،چې له پاکستان څخه د راکټي بريدونو د مخنيوي لپاره ديپلوماتيکې هڅې ډېرې بريالۍ نه وې او که بيا هم بې پايلې وې ايجابوي چې افغانستان يې په اړه ملي تصميم ونيسي.  

د افغانستان په کونړ او نورستان ولايتونو د تېر کال په جوزا مياشت کې د پاکستان له لوري د توغنديو توغولو پيل شوي ،چې لسګونه کسانو ته يې مرګ ژوبله اړولې اود سيمو پرېښودو ته يې اړ کړي دي.

پاکستاني چارواکيو په دې اړه مشخصې څرګندونې نه دي کړي او ويلي يې دي، چې د افغانستان له خاورې هم پر پاکستاني پوځيانو بريدونه شوي دي.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزير زلمي رسول نن د ملي امنيت له مشر رحمت الله نبيل سره يو ځاى د ولسي جرګې غړيو ته د يادو بريدونو په تړاو معلومات ورکول.

د بهرنيو چارو وزير وويل ، چې د يادو بريدونو په اړه له پاکستاني لوري سره د خبرو لومړى پړاو پاى ته رسېدلى دى.

دده په وينا، د بهرنيو چارو وزارت په کابل کې د پاکستان سفارت ته په وار وار  يادښت ليکونه استولي، د پاکستان سفير يې د بهرنيو چارو وزارت ته وربللى او د راکټي بريدونو په اړه يې د افغانستان د دولت اندېښنه او اعتراض ورته وړاندې کړى دى.

زلمي رسول وويل ، چې ده د پاکستان د بهرنيو چارو له وزيرې او ولسمشر حامد کرزي د پاکستان له ولسمشر او لومړي وزير سره د ددغو بريدونو په اړه خبرې کړي او د بندېدو غوښتنه يې کړې، خو لا هم دغه بريدونه دوام لري.

زلمي رسول زياته کړه:”دپلوماتيکې هڅې خپل حد لري، که موږ د دپيلوماتيکو هڅو له لارې ونه توانېږو يوې پايلې ته ورسېږو، بايد د حل نورې لارې ولټوو، د حل نورې لارې ايجابوي چې افغانستان ملي تصميم ونيسي.”

زلمي رسول وويل، چې د بهرنيو چارو وزارت د ديپلوماتيکو هڅو له امله د څلورو مياشتو لپاره دغه بريدونه بند شول ، خو وروسته بېرته پيل شول.

 خو په ولسي جرګه کې د کونړ د خلکو استازي وويل ، چې د يوې مودې لپاره د بريدونو بندېدل د وزارت د هڅو پايله نه، بلکې په سيمه کې د واورې د اورېدو له امله وه.

د ولسي جرګې د نړيوالو اړيکو د کمېسيون غړې ناهيد فريد وويل ، چې د ولسي جرګې د بهرنيو اړيکو کمېسيون غواړي، چې د راکټي بريدونو په اړه د ملي امنيت شورا اضطراري غونډه راوبلل شي او ورسره د ملي شورا نظر هم شريک شي او ياده ستونزه له نړيوالو ديپلوماتيکو لارو حل کړي.

د بهرنيو چارو وزير د ناهيد فريد ددې پوښتنې په اړه ، چې افغانستان ددې ستونزې د حل لپاره ولې نړيوالې ديپلوماتيکې لارې نه کاروي، وويل چې يادو لارو ته مراجعه د دويم يا درېيم پړاو برخه ده.

زلمي رسول زياته کړه:(( بل پړاو دا دى، له هغه چا سره خبرې وکړو، چې موږ ورسره تړونونه لرو او بله دا چې بين المللى مراجعو ته يې راجع کړو، لکه د امنيت شورا او داسې نورو ته.))

زلمي رسول وويل ، چې که پاکستان و نه غواړي دغه ستونزه حل کړي، فکر نه کوي بهرني ځواکونه وکولى شي ورته د حل لار پيدا کړي.

 د زلمي رسول په خبره ، دا به مثبت ګام وي ، چې د راکټي بريدونو ستونزه په لومړي پړاو کې په دوه اړخيزه توګه حل شي، چې ” له بده مرغه ډېره بريالۍ نه وه.”

زلمي رسول زياته کړه:(( خو دا هم تاسو ته وايم ،چې که موږ ونشواى کولى په لومړي پړاو  کې ، چې تراوسه يې کومه نتيجه نه ده ورکړې، موږ تر قيامته نه کينو، چې له پاکستان سره خبرې وکړو، دويم او درېيم پړاو ته ځو، چې د نړيوالو اړيکو له مخې يې يوه برخه دپلوماتيکه وي او کله چې ديپلوماسي کار ورنکړي، نو د افغانستان د خلکو او حکومت پرېکړې ته اړتيا لري.))

 زلمي رسول په دې اړه، چې د ستراتيژيک هوکړه ليک له مخې، د افغانستان پر خاورې د تېري په صورت کې امريکا بايد د افغانستان مرسته وکړي ، وويل چې تراوسه خبره دې پړاو ته نه ده رسېدلې.

زلمي رسول زياته کړه، چې د امريکا همکاري په مستقيم ډول پر هغه امنيتي تړون پورې هم تړلې ده ، چې اوسمهال يې پر سر د دواړو هېوادونو د چارواکيو ترمنځ خبرې روانې دي.

د افغانستان او امریکا ترمنځ د ستراتيژيکو همکاريو په هوکړه ليک کې متحدو ايالتونو ټينګار کړى، چې پر افغانستان هر ډول تېرى د خپلې سختې اندېښنې باعث بولي.

په هوکړه ليک کې دغه راز ويل شوي، چې د دغسې يوې پېښې د رامنځته کېدو په صورت کې به دواړه لوري په عاجل ډول يو له بل سره په مشوره کې د سياسي، ډپلوماتيکو، اقتصادي او نظامي اقداماتو په شمول، د دواړو لوريو په توافق او د دواړو هېوادونو د اساسي قوانينو د احکامو مطابق پېښې ته مناسب ځواب طرحه او تطبيق کړي.

ټاکل شوې، چې د افغانستان او امريکا ترمنځ امنيتي تړون به په راتلونکي شاوخوا يو کال کې لاسليک شي.

 د ملي امنيت مشر رحمت الله نبيل، د پاکستان له خاورې د توغندويي بريدونو د شمېر او د هغو سيمو په اړه ، چې بريدونه ترې کېږي، د جرګې غړيو ته په جزيياتو معلومات ورکړل.

نبيل وويل ، کره اسناد په واک کې لري ، چې ياد بريدونه د پاکستان د پوځ لخوا کېږي.

ده زياته کړه:(( که کوم افغان يا بهرنى دا نه مني ، چې دغه بريدونه د پاکستان د پوځ لخوا کېږي، د پاکستان د پوځيانو جنايت پټوي.))

د ملي امنيت د مشر د معلوماتو له مخې، د روان لمريز کال له پيله ٢١٠٠ د توپ ګولۍ او توغندي د پاکستان له خاروې د افغانستان پر سرحدي سيمو توغول شوي دي.

 نبيل د کونړ د دانګام، مرورې، خاص کونړ او ځينو سرحدي سيمو نومونه هم ياد کړل ، چې پاکستاني پوځ پکې خپلې پوستې تر يوه کيلومتر پورې د افغانستان خاورې ته داخلې کړې دي.

د ملي امنيت مشر همداراز وويل ، چې له افغانستان سره پر ګډې پولې د پاکستاني پوځيانو څلور ډوله خوځښتونه روان دي.

ده د افغانستان پر سرحدي سيمو راکټي بريدونه، د پاکستاني پوځ د پوستو وړاندې راوړل، د سيمو پر خلکو د فشارونو ډېرول، چې يا خو سيمه پرېږدي او يا هم د پاکستان د هويت کارت واخلي له يادو خوځښتونو ياد کړل.

دغه راز په ځينو سرحدي سيمو کې “ترهګرو” ته له پولې د اوښتو اجازه ورکول هم هغه څه دی، چې د ملي امنيت مشر د پاکستاني پوځيانو څلورم خوځښت وباله.

نبيل وويل، چې په دې اړه يې ټول معلومات د ملي امنيت شورا ته وړاندې کړي او د هرې پرېکړې پلې کولو ته چمتو دي.

نورو افغان امنيتي چارواکيو هم ويلي ، چې په دې اړه د دولت د پرېکړې پلي کولو ته چمتو   دي .

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.