کابل ښار ( پژواک، ١٢ زمرى ٩١ ) : د ملي امنيت لوى رياست وايي، پنځه تنه ځانمرګي بريد کوونکي ، چې په کابل ښار کې يې دډله ييز بريد پلان درلود، وژلي دي.
د ملي امنيت دلوى رياست مطبوعاتي دفتر د زمري په ١٢مه، پژواک خبري اژانس ته وويل ،چې ياد بريد کوونکي د کابل ښار د ختيځې برخې اړونده د څرخي پله په يوه کور کې پټ شوي وو او پلان يې درلود، چې په کابل ښار کې بريدونه ترسره کړي.
سرچينې زياته کړه، چې د ملي امنيت ځواکونو په دې اړه راپور ترلاسه کړ او تېره شپه يې په يوه بجه د بريد کوونکيو پر پټنځاى عمليات پيل کړل.
د ملي امنيت سرچينه وايي، چې ځواکونو يې لومړى بريد کوونکيو ته دتسليمېدو وويل، خو هغو مقاومت پيل کړ، چې دپيل شوې نښتې په ترڅ کې يې پنځه تنه بريد کوونکي ووژل .
د سرچينې د معلوماتو له مخې، له سيمې څخه د چاودېدونکيو توکيو درې ډک موټر ونه ، پنځه چادري ، ځانمرګي واسکټونه ، هاوان، راکټ او نقشې ترلاسه شوي، چې بريد کوونکي غوښتل دهغې په وسيله د کابل ښار به مهمو دېپلوماټيکي او امنيتي تاسيساتو بريدونه تر سره کړي.
سرچينه زياتوي، چې په دې نښته کې امنيتي ځواکونو ته کومه مرګ ژبله نه ده اوښتې .
په کابل کې د ايساف ځواکونو مطبوعاتي دفتر هم پژواک اژانس ته وويل ،چې د ملي امنيت ځواکونو په کابل کې عمليات ترسره کړي دي.
سرچينې زياته کړې ،چې ايتلافي ځواکونه هم له ملي امنيت سره همکاري کوي، خو په دې اړه يې نور معلومات ورنکړل.
بلخوا طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي ، چې دوى په کابل کې د کوم بريد پلان نه درلود.
هغه زياته کړې ،چې دا د ملي امنيت لخوا يوه جوړه شوې مانوره ده، چې غواړي ولسي جرګې ته خپل فعاليت وښيي.
دغه راز د کابل د ١٠١ اسمايي زون قوماندانۍ د جنايي تحقيقاتو رييس مل پاسوال عبدالظاهر هم پژواک اژانس ته د څرخي پله عمليات تاييد کړل او ويې ويل چې دا عمليات د ملي امنيت ځواکونو لخوا ترسره شوي دي.
هغه دغه راز زياته کړه، چې پوليسو د کابل ښار ددولسمې امنيتي حوزه اړونده سيمه کې درې ماين خښوونکي نيولي دي .