کابل (پژواک ۱۳ زمری ۹۱): په بادغیس ولایت کې د وسلوالو طالبانو په یوه برید کې درې ایټالیایي سرتېري ټپیان شول.
په افغانستان کې د مېشتو ایټالیایي ځواکونو ویاند ډګروال فرانسیسکو د زمري په ۱۳مه ایټاليوي رسنیو ته ویلي، چې دا پېښه پرون د بادغیس په بالامرغاب په ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.
سرچینې زیاته کړې، چې پرون په یاده سیمه کې امریکایي ځواکونو په یوه ترافیکي پېښه کې راګیر شوي وو او ایټالیوي سرتېري د هغوی مرستې ته ورغلي وو، چې په لاره کې یې کاروان د وسلوالو طالبانو تر برید لاندې راغی.
يادو ځواکونو ویلي، چې په دغه برید کې درې سرتېري ټپيان او نږدې روغتون ته لېږدول شوي او روغتیايي حالت یې د ډاډ وړ ښودل شوی دی.
ایټالیا په افغانستان کې شاوخوا ۳۸۰۰ سرتېري لري چې په بادغیس او هرات ولایتونو کې مېشت دي او تر اوسه یې ۴۷ سرتېري وژل شوي دي.
د یادونې ده چې د روان زېږدیز کال له پیله راهیسې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې ۲۷۲ بهرني سرتېري وژل شوي، چې یواځې ۲۱۰ یې امریکایي دي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن