ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

يو پخوانى جهادي قوماندان ووژل شو

يو پخوانى جهادي قوماندان ووژل شو

پلخمري-شبرغان (پژواک ١٣ زمرى ٩١): په بغلان او جوزجان ولايتونو کې د يوه پخواني جهادي قوماندان په ګډون درې تنه ووژل شول.

د بغلان د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال سيد زمان الدين پژواک خبري اژانس ته وويل، چې وسلوالو طالبانو تېره شپه د دغه ولايت په جلګه ولسوالۍ کې د جمعيت اسلامي يو پخوانى قوماندان، چې دلبر نومېده، وواژه.

هغه زياته کړه، چې ٤٥ کلن قوماندان دلبر د يوه سيمه ييز مشر په توګه د امنيت په ټينګولو کې اغېزمن رول درلود.

د امنيت امر ادعا وکړه، چې په جلګې ولسوالۍ کې د ازبکستان د اسلامي تحريک او چيچيني طالبان له سيمه ييزو طالبانو سره په ګډه فعاليت لري او قوماندان دلبره هم د همدغو ډلو له لوري وژل شوى دى.

خو طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي، چې دلبر د سيمه ييزو پوليسو قوماندان و او تېره شپه د جلګې ولسوالۍ په ماسان سيمه کې د سيمې د طالبانو په يوه ناڅاپي بريد کې ووژل شو.

د جوزجان امنيتي مسوولين هم د دوو پخواني مجاهدينو د وژل کېدو خبر ورکوي.

د جوزجان د قوش تپې ولسوال حميدالله وايي، چې دغه کسان عبدالغفور او غلام حيدر نومېدل، په داسې حال کې چې تېره شپه خپلو کورونو ته پر لاره وو، د اقچې ولسوالۍ په مرکز او د قوش تپې په عربانو کلي کې د وسلوالو مخالفينو له لوري ووژل شول. 

هغه پژواک اژانس ته وويل، چې دغو وژل شوو کسانو د مجاهدينو د حکومت پر مهال د جوزجان په امنيه قوماندانۍ او ملي اردو کې دندې ترسره کړې وې، خو اوس يې کومه دولتي دنده نه درلوده.

د اقچې ولسوال اسدالله بهرامي وايي، چې د غلام حيدر د وژنې په تړاو تر اوسه څوک نه دي نيول شوي، خو د وسلوالو مخالفينو يو قوماندان ملا تاج محمد د ده په وژنه تورن دى، پوليس په هڅه کې دي، چې هغه ونيسي.

 خو طالب وياند وايي، چې غلام حيدر په قوش تپه ولسوالۍ کې د سيمه ييزو پوليسو قوماندان او عبدالغفور په خپله په اقچه ولسوالۍ کې سيمه ييز پوليس و، چې د طالبانو له خوا ووژل شول.

  

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.