ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پاکستان له لوري پر کونړ ١٦٠ نور توغندي توغول شوي

د پاکستان له لوري پر کونړ ١٦٠ نور توغندي توغول شوي

author avatar
7 Aug 2012 - 17:42
د پاکستان له لوري پر کونړ ١٦٠ نور توغندي توغول شوي
author avatar
7 Aug 2012 - 17:42

اسعداباد (پژواک، ١٧ زمرى ٩١): د پاکستان له لوري په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کونړ پر دوو سرحدي ولسواليو د ١٦٠ توغنديو د لګېدو له امله دوه ملکي وګړي ټپيان شول.

دغه خبرې د کونړ والي سيد فضل الله وحيدي د زمري په ١٧مه، پژواک خبري اژانس ته وکړې.

والي وويل، د کونړ د ناړۍ ولسوالۍ د باټاس او ډولۍ پر سيمو ١٤٨ توغندي لګېدلي، چې له امله يې يوه مېرمن او يو سړى ټپيان شوي دي.

دغه راز ده زياته کړه، چې د ياد ولايت د دانګام ولسوالۍ د سره کمر او کچلي پر سيمو ١٢ توغندي لګېدلي، خو چاته په کې زيان  نه دى اوښتى.

د دانګام ولسوالۍ يوه اوسېدونکي خان زمير د ټېلېفون په ليکه پژواک ته وويل، چې د پاکستانيو پوځيانو د توغندويي بريدونو له وېرې ماشومان ښوونځيو ته نه شي تلى.

ده د افغانستان له حکومت او نړيوالو ځواکونو وغوښتل، چې د دې ستونزې د حل لپاره جدي ګامونه واخلي.

د خپرو شويو راپورونو له مخې، په روان کال کې د پاکستان له لوري د افغانستان پر سرحدي سيمو شاوخوا ٣٠٠٠ توغندي راتوغول شوي دي.

په دې توغندويي بريدونو کې ٣٥ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې او  د ١٠٠٠ په شاوخوا کې کورنۍ له سيمې څخه کډې کولو ته اړې شوې دي.

تېر کال هم له پاکستان څخه پر افغانستان توغندويي بريدونه کېدل، چې له امله يې لسګونو تنو ته مرګ ژوبله واوښته.

ولسي جرګې تېره شنبه د ملي دفاع او کورنيو چارو له وزيرانو سترجنرال عبدالرحيم وردګ او  سترپاسوال بسم الله محمدي څخه، له دې امله د باور رايه واخيسته، چې د جرګې د غړو په وينا، د  يادو بريدونو په اړه يې لازم اقدامات نه وو کړي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.