ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندهار امنيتي ځواکونه د هدفي وژنو د مخنيوي لپاره هلې ځلې کوي

د کندهار امنيتي ځواکونه د هدفي وژنو د مخنيوي لپاره هلې ځلې کوي

author avatar
9 Aug 2012 - 17:06
د کندهار امنيتي ځواکونه د هدفي وژنو د مخنيوي لپاره هلې ځلې کوي
author avatar
9 Aug 2012 - 17:06

کندهارښار(پژواک، ۱۹ زمرى ۹۱):د کندهار امنيه قوماندانۍ په دغه ولايت کې د وسلوالو مخالفينو له خوا د هدفي وژنو ډېرېدل نه مني او وايي، پوليس د وسلوالو مخالفينو د دغه راز فعاليتونو مخنيوى کوي.

 د کندهار د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال رحمت الله اطرافي، چې نن د زمري په ١٩مه، يې د کندهار ولايت مقام له رسنيو سره د اړيکو او معلوماتو په مرکز کې اوونيزې خبرې غونډې ته معلومات ورکول، دا و نه منله، چې ګواکې هدفي وژنې دې زياتې شوې وي.

 هغه وويل، اوسمهال په کندهار کې هدفي وژنې هغسې نه دي لکه په تېرو وختونو کې چې وې، پخوا وسلوالو مخالفينو د هدفي وژنو له لارې قومي مشران، دولتي چارواکي او نور له منځه وړل، خو اوس دا کار نه شي کولى.

 د نوموړي په وينا، پوليسو خپل تدابير زيات کړي او هره ورځ هڅه کوي د وسلوالو د فعاليتونو مخه ونيسي.

 دى وايي، که په ښار کې يو نيم کس د وسلوالو مخالفينو له خوا په غلچکيو بريدونو کې له منځه وړل کېږي، هغوى هغه نظامي مسوولين دي، چې مخامخ له مخالفينو سره په جګړه کې ښکېل دي.

 اطرافي په روانه اوونۍ کې د پوليسو د فعاليتونو په پايله کې د ١٢ وسلوالو مخالفينو د وژل کېدو، دوه تنو ټپي کېدو او نهو تنو د ژوندي نيول کېدو خبر ورکړ او ويې ويل، چې له هغوى سره يې چاودېدونکي توکي او وسلې هم نيولي دي.

 ده وويل، دغه کسان په کندهار ښار او ولسواليو کې د شپږ ځانګړو او څلور ګډو عملياتو، ٣٢٠ کمينونو او ٢٨٤ ګزمو په پايله کې نيول شوي دي.

 د امنيت آمر په کندهار ښار کې د جنايي جرمونو او غلاوو په تړاو د نهو تنو د نيول کېدو او د يوې اندازې نشه يي توکيو په تور د درې قاچاق وړونکيو د نيول کېدو خبر هم ورکړ.

 هغه د کندهار ولايت امنيتي وضعيت ښه وارزاوه او له خلکو يې د لا زياتې همکارۍ غوښتنه وکړه.

 خو د کندهار ولايت اوسېدونکي اندېښمن دي او وايي چې په دې وروستيو کې يو ځل بيا په کندهار ښار او ولسواليو کې هدفي وژنو زور اخيستى، چې پکې ملکي وګړي، قومي مشران او دولتي چارواکي په نښه کېږي، چې شاوخوا لسو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې، چې ډېرى يې ملکي وګړي او قومي مشران دي.

 دغه وګړي، له امنيتي ارګانونو د ﻻ ټينګ امنيت غوښتنه کوي او وايي، چې د ملکي وګړيو د ژوندانه خونديتوب ته دې ډېر پام وشي.

Visits: 10

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.