ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پر کونړ دپاکستان په تازه بريدونو کې يو تن ووژل شو

پر کونړ دپاکستان په تازه بريدونو کې يو تن ووژل شو

author avatar
9 Aug 2012 - 11:44
پر کونړ دپاکستان په تازه بريدونو کې يو تن ووژل شو
author avatar
9 Aug 2012 - 11:44

اسعداباد (پژواک ١٩ زمرى ٩١): د کونړ چارواکي وايي، چې تېره شپه پاکستاني ځواکونو بيا د دغه ولايت پر دانګام ولسوالۍ لسګونه توغندي ويشتلي او له امله يو عام وګړى وژل شوى دى.

د کونړ د والي وياند واصف الله واصفي د زمري په ١٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې  تېره شپه پاکستاني ځواکونو پر دانګام ولسوالۍ ٢٦٠ توغندي توغولي دي.

هغه زياته کړه، چې دا توغندي د يادې ولسوالۍ پر بېلابېلو کليو لګېدلي، چې له امله يې يو ملکي وګړى وژل شوى دى.

د واصفي په وينا، په دغو بريدونو کې د خلکو ګڼ شمېر څاروي هم وژل شوي او نور مالي زيانونه يې هم اړولي دي.

له تېرو څو مياشتو راهيسې د پاکستاني ځواکونو له خوا هره ورځ پر کونړ توغندويي بريدونه کېږي، چې تر اوسه په کې نهه تنه وژل شوي، ٢٧ نور ټپيان دي او درانه مالي زيانونه هم خلکو ته اوښتي دي.

د افغانستان حکومت په دې اړه څو ځلې احتجاج کړى، د پاکستان سفير يې د بهرنيو چارو وزارت ته ورغوښتى، خو کومه ګټه يې نه ده کړې.

د بهرنيو چارو وزير ډاکټر زلمي رسول پرون وويل، چې په دې برخه کې ډيپلوماتيکې هلې ځلې هم ناکامې شوې دي.

د دغو بريدونو له امله ولسي جرګې د ملي دفاع وزير ستر جنرال عبدالرحيم وردګ او د کورنيو چارو وزير بسم الله محمدي هم سلب اعتماد کړل.

 

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.