ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پر دانګام د پاکستان په تازه بريدونو کې شپږو پوليسو ته مرګ ژوبله واوښته

پر دانګام د پاکستان په تازه بريدونو کې شپږو پوليسو ته مرګ ژوبله واوښته

author avatar
14 Aug 2012 - 10:27
پر دانګام د پاکستان په تازه بريدونو کې شپږو پوليسو ته مرګ ژوبله واوښته
author avatar
14 Aug 2012 - 10:27

جلال اباد (پژواک ٢٤ زمرى ٩١): په ختيځ کې سرحدي پوليس وايي، چې د پاکستاني ځواکونو له لوري نن سهار د کونړ پر دانګام ولسوالۍ په پيل شوو بريدونو کې شپږو سرحدي پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د لومړي زون سرحدي پوليسو درستيزوال سمونوال محمدايوب حسين خېل د زمري په ٢٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل، دغه تازه بريدونه د دانګام ولسوالۍ د بنشۍ سيمې پر سرحدي پوستو شوي دي.

هغه زياته کړه، چې دغه بريدونه نن سهار له څلور بجې راهيسې پيل شوي چې په ترڅ کې يې تر اوسه يو سرحدي پوليس وژل شوى او پنځه نور ټپيان دي.

حسين خېل، چې په وينا يې له لسګونو نورو سرتېرو سره سيمې ته رسېدلى، د جګړې له ساحې د مخابرې په وسيله پژواک ته وويل، چې د ملي ځواکونو مورال لوړ دى او د وينې تر وروستي څاڅکو پورې به له خپلو سيمو دفاع کوي.

نوموړي د دانګام ولسوالۍ د ولسونو د غيرت او ننګې ستاينه وکړه او ويې ويل، چې د سيمې شپېته ځوانان همدا اوس له خپلو ملي ځواکونو سره اوږه په اوږده له پاکستاني ځواکونو سره مقابله کوي.

حسين خېل وايي، چې دغه مهال د سيمې پنځوس قومي مشران د ولسوالۍ په ودانۍ کې په جرګه ناست دي او د دولت تصميم ته په تمه دي، څو نور ځوانان د جګړې سيمې ته واستوي.

خو هغه زياته کړه، چې دمګړۍ دوى د ولس مرستې ته اړتيا ځکه نه لري؛ چې په سيمه کې په کافي شمېر سرحدي پوليس شتون لري او له دښمن سره د جګړې توان لري.

د بزيرګل په نوم يوه قومي مشر پژواک اژانس ته وويل، چې د دوى لسګونه ځوانان له پوليسو سره يو ځاى شوي دي.

هغه زياته کړه، ولس تيار دى چې سلګونه نور ځوانان هم د پاکستاني بريدونو د ځواب لپاره له دولتي ځواکونه سره يو ځاى کړي.

د سرحدي پوليسو رييس ارکان وويل، چې نور يې د صبر کاسه ډکه شوې او ورته مهمه نه ده، چې څوک يې پر وړاندې جنګيږي.

د دانګام ولسوال همېش ګلاب شينواري پژواک ته ومنله، چې د ولسوالۍ پر سرحدي پوستو يې پاکستاني لوري پراخ بريد پيل کړى دى.

شينواري وويل، ولس يې له سرحدي پوليسو سره د مرستې په موخه هر ډول جګړې ته تيارى لري، خو يواځې د وسلې او وسايلو نشتوالى يې پر وړاندې خنډ شوي دي.

د يادونې ده، چې له يوې اوږدې مودې راهيسې د پاکستاني ځواکونو توپچي ډزو په کونړ کې ډېرو ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې، غبرګونونه يې راپارولي، تر دې چې د کورنيو چارو او دفاع وزيران هم د دغو غبرګونونو قرباني شول.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.