له زياتې مودې راهيسې د پاکستاني ځواکونو توپچي ډزو په کونړ کې ډېرو ولسي وګړيو ته مرګ ژوبله اړولې، غبرګونونه يې راپارولي، ان تر دې چې د کورنيو چارو او دفاع وزيران هم د دغو غبرګونونو قرباني شول.
دغه څرګندونې د ولسمشرکرزي وياند ايمل فيضي له سعودي عربستان څخه د ټېلېفون په ليکه له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وکړې .
هغه وويل ،چې ولسمشر حامدکرزي په سعودي کې د پاکستان له ولسمشر اصف علي زرداري سره وکتل او په پورته ياده شوې موضوع يې ورسره خبرې وکړې .
فيضي وويل ،چې په دې ليدنه کې له ولسمشرکرزي سره د ملي امنيت د شورا سلاکار ډاکټر رنګين دادفر سپنتا، د بهرنيو چارو وزير زلمى رسول او دپاکستان له ولسمشر سره د بهرنيو چارو وزيرې حنا رباني کهر او د کورنيو چارو وزير رحمن ملک هم ګډون درلود.
د ده په خبره ، چې په دې خبرو کې په دې باندې هوکړه وشوه ، چې د دواړو هېوادونو يو ګډ پلاوى به ډير ژر د ډيورنډ له کرښې څخه ليدنه وکړي .
د فيضي په خبره ، چې ولسمشر کرزي زرداري ته وويل ، چې دغو بريدونو دافغانستان د خلکو په احساساتواو له پاکستان سره په دوستۍ ډيره ناوړه اغېزه کړې ده او دا کار د پاکستان په خير نه دى .
د نوموړي په وينا، چې د ګډ پلاوي له څېړنو وروسته بيا په دې اړوند تصميم ونيول شي .
بلخوا په دې ناسته کې د پاکستان د کورنيو چارو وزير هم وويل چې په سرحدي سيمو کې ستونزې موجودې دي .
هغه زياته کړه ،چې يو شمېر وسلوال له افغانستان څخه په پاکستان کې بريدونه کوي او بيا بېرته افغانستان ته اوړي .
ولسمشرکرزى په داسې حال کې ددغو بريدونو موضوع له پاکستاني چارواکيو په جدي توګه مطرح کوي ، چې د پاکستاني ځواکونو له لوري پرون سهار د کونړ پر دانګام ولسوالۍ په پيل شوو بريدونو کې شپږو سرحدي پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده .
د يادونې ده ، چې ولسمشر کرزى د يوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ د زمري په ٢٣مه د اسلامي همکاريو د سازمان په څلورمه فوق العاده غونډه کې د ګډون په موخه سعودي عربستان ته لاړ .
دغه غونډه د زمري په ٢٤- ٢٥مه، په مکې مکرمې کې د سعودي عربستان د پاچا خادم الحرمين الشريفين شاه عبدالله بن عبدالعزيز په نوښت جوړېږي.
د اسلامي هېوادونو سازمان، د اسلامي نړۍ له لويو سازمانونو ګڼل کېږي، چې ٥٧ اسلامي هېوادونه يې غړيتوب لري.
افغانستان په ١٩٦٩ کال کې د دې سازمان غړيتوب خپل کړ.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن