ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بلخ ولايتي شورا د ملي شورا څرګندونې بې مسووليته وګڼلې

د بلخ ولايتي شورا د ملي شورا څرګندونې بې مسووليته وګڼلې

author avatar
15 Aug 2012 - 18:41
د بلخ ولايتي شورا د ملي شورا څرګندونې بې مسووليته وګڼلې
author avatar
15 Aug 2012 - 18:41

مزارشريف (پژواك ٢٥ زمرى ٩١ ) د بلخ ولايتي شوار په مزارشريف ښار كې د ايراني وژل شويو ديپلوماتانو په نامه د يوې كوڅې د نومونې په اړه د مشرانو جرګې او ولسي جرګې څرګندونې بې مسووليته وګڼلې.

 د دغه ولايت د ولايتي شورا رييس ډاكټر افضل حديد د زمري ٢٥مه، د مزارشريف له ښاروال محمد يونس مقيم سره په ګډه خبري ناسته كې وويل، چې په مزارشريف كې د ايراني ديپلوماتانو په نامه د يوې كوڅې د نومولو له امله ولسي جرګې  د ده په ګډون د دغه ولايت والي او ښاروال په ملي خيانت تورن كړي دي.

 تېره اوونۍ بلخ ولايت اداري مجلس په مزارشريف كې د ايراني وژل شويو ديپلوماتانو په نوم د يوې كوڅې نومول منظور كړل، چې يو شمېر غبرګونونه يې له ځانه سره لرل.

  دغه اته ايراني ديپلوماتان او يو خبريال د ۱۳۷۷ کال د زمري په اوولسمه نېټه، د طالبانو له لوري د مزارشريف  ښار د نيولو پر مهال وژل شوي وو.

مشرانو جرګې د زمري په ۲۲مه، په دې مسئله بحث وكړ او دغه كار يې فرهنګي يرغل وګاڼه او ولسي جرګې د زمري په ۲۳مه، په مزارشريف كې د ايراني ديپلوماتانو په نامه د يوې كوڅې نومول د هغه هېواد فرهنګي يرغل وګاڼه.

د بلخ ولايتي شوار رييس ډاكټر افضل حديد د دواړو جرګو څرګندونې بې مسووليته وګڼلې او له موضوع څخه يې په ناخبرۍ  تورن كړل.

نوموړي زياته كړه، چې ايران يو اسلامي ګاونډى هېواد دى، د جهاد پر مهال يې هراړخيزې ستونزې او سربېره پر دې په ايران كې د ځينو افغانانو په نامه د جادو نومول، هغه دلايل دي، چې په مزارشريف كې د هغه هېواد د وژل شويو ديپلوماتو په نامه يې د يوې فرعي كوڅې نومول يې پر وړاندې دومره لويه خبره نه ده.

د هغه په وينا، ولسي جرګې او مشرانو جرګې ته احترام لري؛ خو دوى دې د بلخ ولايت د سيمه ييزو مسوولينو پر وړاندې خپلې كړې څرګندونې بېرته واخلي.

د مزارشريف ښاروال يونس مقيم، چې په ياده خبري ناسته كې ونډه لرله، په مزارشريف كې د ايراني ديپلوماتو په نامه د يوې كوڅې نومول عادي كار وګاڼه.

نوموړي زياته كړه: ((دا وړه خبره ده، هسې سليقوي برخورد ورسره كېږي.))

هغه، هم د موضوع په اړه د ولسي جرګې او مشرانو جرګې څرګندونې وغندلې او د خلكو د ذهنيتونو د ګډوډېدو لامل يې وګڼلې.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.