کابل (پژواک ،٢٥ زمرى٩١) :ددولت وسلوالو مخالفينو نن مازيګر مهال درې توغندي پر ميدان ښار وتوغول ،خو له امله يې چاته د سر زيان نه دى اوښتى .
د ميدان وردګو والي محمد حليم فدايي د يادو توغنديو توغول تاييد کړل او پژواک خبري اژانس ته يې وويل ، چې دغو توغنديو چاته د سر او مال زيان نه دى اړولى .
هغه زياته کړه، چې وسلوال مخالفين غواړي د دغو بريدونو له لارې د روژې مبارکې مياشتې په ترڅ کې زيان واړوي.
تېره ورځ هم پر ميدان ښار يو توغندى توغول شوى و، چې زيان يې نه درلود.
د يادونې ده ، چې نن سهار په ميدان ښار کې سلګونو ښځينو د جنګ او جګړې پرضد او د ښوونيځو د خلاص پاتې کېدو پر پلوي سوله ييز لاريون وکړ .
تراوسه پورې کومې ډلې د دغو توغنديو د توغولو مسووليت پرغاړه نه دى اخيستى.
خو وسلوالو طالبانو ددغه ولايت په سيدابادکې په بېلابېلو پېښو کې د ٩ امنيتي سرتېرو د وژلو ادعا کړې، خو د ولايت امنيتي چارواکيو د طالبانو دغه ادعا رد کړې ده.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن