ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

چاودنې يو عام وګړى او درې پوليس ووژل

چاودنې يو عام وګړى او درې پوليس ووژل

author avatar
15 Aug 2012 - 18:36
چاودنې يو عام وګړى او درې پوليس ووژل
author avatar
15 Aug 2012 - 18:36

ترينکوټ (پژواک ٢٥ زمرى ٩١): په ترينکوت ښار کې چاودنې درې پوليس او يو عام وګړى وواژه.

د ترينکوټ ښار د لومړۍ امنيتي حوزې امر دويم څارن ګل اغا د زمري په ٢٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې  چاودنه نن سهار نهه بجې د ترينکوټ ښار د تالان مانده په سيمه کې وشوه.

هغه زياته کړه، چې د يوې پوستې پوليس په رينجر موټر کې ښار ته روان وو، چې په ياده سيمه کې يې پر موټر چاودنه وشوه.

د نوموړي په وينا، په دې چاودنه کې درې پوليس او ورسره يو ملکي وګړى وژل شوي، موټر هم په بشپړه توګه ويجاړ شوى دى.

د سمېع الله په نوم د پېښې يوه عيني شاهد پژواک ته وويل، چې چاودنه ډېره زوروره وه او له امله يې څلور تنه وژل شوي او رينجر موټر هم ويجاړ شوى دى.

وسلوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

Visits: 2

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.