ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ايوب حسين خېل له يوې چاودنې روغ ووت

ايوب حسين خېل له يوې چاودنې روغ ووت

author avatar
17 Aug 2012 - 10:48
ايوب حسين خېل له يوې چاودنې روغ ووت
author avatar
17 Aug 2012 - 10:48

جلال اباد ( پژوک ٢٧زمرى ٩١ ) : په ختيځ کې د سرحدي ځواکونو دلومړي زون قوماندانۍ درستيزوال له يوې چاودنې روغ ووت .

دا پېښه نن سهار د( زمري په ٢٧مه) د لغمان ولايت د قرغيو ولسوالۍ دسرخکانو په سيمه کې رامنځته شوې ده.

په ختيځ کې د سرحدي ځواکونو دلومړي زون قوماندانۍ درستيزوال سمونوال ايوب حسين خېل پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې دى له جلال اباد ښار څخه خپل کور ته روان و، چې په ياده سيمه کې يې پر موټر د ريموټ کنټرول ماين چاودنه وشوه.

هغه زياته کړه، چې دى او ساتونکي يې له دې چاودنې روغ وتلي ، خو يو تن لاروى په دې پېښه کې ټپي شوى دى.

نوموړى وايي ،چې ټپي  وګړى د امنيتي ځواکونو لخوا روغتون ته لېږدول شوى دى.

د لغمان دامنيه قوماندانۍ د امنيت آمر مل پاسوال عبدالصبور الله يار پېښه تاييد کړه او ويې ويل ، چې په اړه يې پلټنې پيل کړې دي.

وسلوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د يادونې ده، چې ايوب  حسين خېل د روان لمريز کال په لومړيو کې په جلال اباد ښار کې ديوې چاودنې  له امله  له خپلو دوو سرتېرو سره ټپي شوى و.

Visits: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.