ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

دغزني خلک وايي چې نا امنيو يې داختر مېلې زيانمنې کړې دي

دغزني خلک وايي چې نا امنيو يې داختر مېلې زيانمنې کړې دي

author avatar
17 Aug 2012 - 10:12
دغزني خلک وايي چې نا امنيو يې داختر مېلې زيانمنې کړې دي
author avatar
17 Aug 2012 - 10:12

غزني ښار (پژواک ٢٧ زمری ۹۱)  : دغزني ولايت د مرکز او يو شمېر ولسواليو اوسېدونکي وايي، چې ددې ولايت نا امنۍ ددوى د اخترونو مېلې زيانمنې کړي او په ډېرو سيمو کې خلک مېلو ته له ورتګ څخه ډډه کوي.

دغزني ښار يو تن اوسېدونکى ٥٠ کلن عبدالله وايي ،چې  پخوابه داختر په ورځوکې  د ښار په يو شمېر سيموکې هر ډول مېلې ترسره کېدې، خو اوس دا مېلې کم رنګه شوې دي.

هغه پژواک اژانس ته وويل ،چې اوس هرسړی پر ځان ډاريږي، امنيت نشته هرځاى نښتې، چاودنې او جګړې وي او څوک له خپله کوره نه شي وتلى.

دعبدالله په خبره ، داخترورځ دنورو ورځو په څېر پر خلکو په ساده او عادي ډول تېريږي او خلکو ورته ډېر چمتوالى هم نه دى نيولى.

ده زياته کړه : (( پخوا به دسخي صاحب ترڅنګ په شمېر زيارتونو کې مېلې کېدې، شپږ ورځې به يې دوام کاوه تر دې پورې چې ښځو هم پکې په ډاډه زړه ګډون کاوه، خو اوس  داسې نه دي.))

ددې ولايت د اندړو ولسوالۍ يو تن اوسېدونکي حاجي عبدالکريم، چې اوس د نا امنيوله امله غزني ښار ته يې کډه کړې، وايي چې د نا امنيو له امله يې خپله سيمه پرېښې ده.

هغه پژواک اژانس ته وويل ،چې په اندړو کې پخوا مېلې کېدې او پکې زرګونو ځوانانو، سپين ږيرو او ماشومانو ګډون کاوه، خو اوس دا ټول له منځه تللي دي.

دى وايي، په دې سيمه کې اوس وسلوال ډير شوي، هره ورځ جګړې ، چاودنې  او مرګونه وي.

عبدالکريم وايي : (( څو کاله مخکې د اندړو د ميري په بازار کې يوه اونۍ مېله روانه وه، زرګونو کسانو پکې ګډون کاوه، ډولونه اتڼونه به ترسره کېدل.))

خو هغه زياتوي، چې اوس دا مېله يواځې يوه يا دوه ورځې وي او پکې د ګوتو په شمېر کسان برخه اخلي، هغه پخوانى خوند او مزه يې نه ده پاتې.

د غزني ولايت د يو شمېر سيمو اوسېدونکي د نا امنيو له امله د اختر ورځې له ولايت او ولسواليو څخه بهر په نورو سيمو کې تېروي.

ددې ولايت د ده يک ولسوالۍ يو تن اوسېدونکي محمد الله وايي، چې د نا امنيو له امله له تېرو پنځو کلونو راهيسې يې د اختر ورځې پخپل کور او کلي کې نه ده تېرې کړي.

هغه زياته کړه : (( له څو کلونو راهيسې د اختر په ورځو کې له ولسوالۍ څخه راځم ښار کې يې تېروم، په ښار کې وضعه نسبتاً  ښه ده.))

د نوموړي په وينا، د اختر په ورځو کې مېلې څه ، چې د خپلو خپلوانو او دوستانو  کورونو ته هم د نا امنيو له امله نه شي تللى.

دى وايي ،چې په ډېرو لارو او کوڅو کې وسلوال  طالبان ماينونه خښوي او په هره سيمه کې وسلوال ليدل کېږي، چې له امله يې د خلکو اخترونه خراب شوي دي.

د ګيرو ولسوالۍ يوتن اوسېدونکى  لعل محمد وايي ، چې دتېر اختر پر مهال يې غوښتل د خپلوانو دوستانو کور ته ولاړ شي، خو په لاره کې ددولتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښته کې ښکېل شو.

هغه زياته کړه : (( خداى وساتلم، که نه نو سر مې خوړلى و.))

بلخوا دغزني امنيتي چارواکي  د اختر په ورځو کې د ډاډ امنيت په موخه د پوره چمتووالي او امنيتي تدابيرو نيولو خبره کوي.

 

د غزني امنيه قوماندان سمونوال زړور زاهد وايي، چې دوى د اختر په ورځو کې بشپړ امنيت نيسي او خلکو ته يې ډاډ ورکړ، چې په ډاډه زړه دې  خپلې د خوښۍ ورځې ولمانځي.

هغه زياته کړه : (( زموږ ځواکونه په اخترونو او نورو ورځو کې د خپل ولس په خدمت کې دي.))

Visits: 3

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.