غزني ښار(پژواک، ۲۹ زمری ۹۱): امنیتي چارواکي وايي ،چې دغزني د لومړۍ حوزې امر اودغزني دګېلان او ګیرو په ولسوالیوکې ددوو مهموقوماندانانوپه ګډون پنځه وسلوال وژل شوى او یووسلوال ژوندی نیول شوى دى.
د غزني د والي ویاند سباوون پژواک خبري اژانس ته وویل ،چې دکوچني اخترپه لومړۍ شپه دغزني ښارد لومړۍ حوزې امرخان محمد د نامعلوموکسانوله لوري په زاړه ښارکې وژل شوى اودده یو ساتونکى ټپي شوى دى.
سباوون وايې، چې وروسته له سیمې څخه وسلوال تښتیدلي اوبل چاته يې کوم زیان نه دى اړولى.
لومړۍ حوزه دغزني د ولایت مقام او امنیه قوماندانۍ ته په څومترۍ کې موقعيت لري.
نوموړی دغه وژنه د وسلوالو طالبانو کار بولي،خو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د لومړۍ حوزې امرپه داسې حال کې وژل کیږي، چې په غزني کې امنیتي چارواکو داخترپه ورځوکې د پوره امنیت ډاډ ورکړى دى .
د یوبل خبر له مخې، تېره شپه دغزني د ګیلان اوګیرو په ولسوالیوکې د نړیوالوځواکونوله لوري پنځه وسلوال طالبان وژل شوي دي .
دغزني د ملي امنيت ريیس سیدامیر شاه سادات پژواک ته وویل، چې په وژل شويوکې ددوى دوه مهم قوماندانان ملا محمدګل او ملاامین هم شامل دي.
هغه زياته کړه، چې نړيوالو ځواکونو د ملا رحمت الله په نامه یو قوماندان ژوندی هم نیولى دى.
دده په خبره ، دغه کسان ټول په هوايې بریدکې وژل شوي دي.
سادات وايې، چي په دې عملیاتو کې بل چاته کوم زیان نه دى اوښتى.
وسلوالو طالبانو تراوسه پورې ددې پېښو په اړه څه نه دي ویلي.
Visits: 63
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن