ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پنیټا او حامد کرزي د ځواکونو ترمنځ په داخلي بریدونو خبرې وکړې

پنیټا او حامد کرزي د ځواکونو ترمنځ په داخلي بریدونو خبرې وکړې

author avatar
19 Aug 2012 - 13:10
پنیټا او حامد کرزي د ځواکونو ترمنځ په داخلي بریدونو خبرې وکړې
author avatar
19 Aug 2012 - 13:10

واشنګټن ( پژواک ۲۹ زمری ۹۱ ) : د امریکا دفاع وزیر لیون پنیټا ولسمشر حامد کرزي سره په یوه ټیلیفوني اړیکه کې د ترهګرۍ پر وړاندې په روانه مبارزه او دافغان ځواکونو لخو پر ناټو ځواکونو دمخ پر زیاتیدونکو بریدونو یې خبرې وکړې.

د امریکا دفاع وزات ویاند جارج لیټل پرون په واشنګټن کې خبریالانو ته د یادې ټیلیوني اړیکې په اړه معلومات ورکړل.

هغه زیاته کړه، چې لیون پنیټا دافغانستان ولسمشر حامد کرزي ته ټیلیفون وکړ، او له هغه سره يې د ترهګرۍ پر وړاندې د روانې مبارزې په پرمختګ او افغان ځواکونو ته دامنیت د لیږد پر پروسې خبرې وکړې.

د نوموړي په وینا، ددفاع وزیر پنیټا ولسمشر کرزي سره د هغو داخلي بریدونو په اړه هم خبرې وکړې ،چې په دې وروستیو کې دافغان ملي ځواکونو په یونیفورم کې پر امریکایي او نورو  ناټو ځواکونو ترسره کیږي.

سرچینه زیاتوي، چې پنیټا په دې برخه کې د ولسمشر حامد کرزي د هغه وروستي بیان مننه وکړه، چې پکې یې د یادو بریدونو غندنه کړې وه.

د امریکا دفاع وزارت ویاند وویل ، چې دواړو مشرانو پر دې موضوع خبرې وکړې او موافقه یې وکړه، چې افغان او امریکایي چارواکي ددې بریدونو د مخنیوي په موخه نور له نږدې څخه په ګډه کار کوي .

جارج لیټل زیاته کړه : (( ددفاع وزیر ولسمشر کرزی وهڅاوه، چې په افغانستان کې دایساف ځواکونو لوی قوماندان جنرال جان الن له نږدې کار وکړي، څو په ځواکونو کې دداخلي بریدونو مخه ونیول شي. ))

د یادونې ده ، چې په دې وروستیو کې د ځواکونو ترمنځ داخلي بریدونه زیات شوي ، د ۲۰۱۲ کال له پیل راهیسې په بیلا بیلو سیمو کې ۲۹ دا ډول بریدونه شوي، چې په ترڅ کې یې ۳۹ بهرني سرتیري وژل شوي دي.

للیت کمار

Visits: 4

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.