کابل (پژواک، ٢٩زمرى ٩١): په ټول هېواد کې د نېکمرغه کوچني اختر لمونځ په پوره ډاډ ادا شو، خو په هلمند او کونړ ولايتونو کې دوه امنيتي پېښې رامنځته شوې دي.
د کابل ښار اوسېدونکي د کابل د عيدګاه ، پل خشتي ، وزيرمحمد اکبرخان او د ښار په ټولو سيمو کې جوماتونو ته لاړل او د کوچني اختر لمونځ يې اداکړ .
ولسمشر حامد کرزي ، له يو شمېر جهادي مشرانو، د کابينې او ملي شورا له غړيو سره په ارګ کې د لوى اختر لمونځ ادا کړ.
په کابل او نورو ولايتونو کې دجوماتونو ملاامامانو په خپلو ويناوو کې ددې ورځې د فضيلت او په هېواد کې د تلپاتې سولې په اړه خبرې وکړې .
ملا امامانو او عالمانو د اختر له لمانځه څخه وروسته په هېواد کې د تل پاتې سولې او امنيت لپاره دعاوې وکړې.
په نورو ولايتونو کې د اختر لمونځ بې له کومې امنيتي پېښې ادا شو، خو په هلمند او کونړ کې دوه پېښې رامنځته شوې دي.
د هلمند ولايت په مرکز لښکرګاه ښار کې نن سهار وخته د صافيانو په هديره کې د درې چاودنو له امله دوه تنه وژل شوي او ۱۰ نور ټپيان دي .
همدارنګه د کونړ والي سيد فضل الله وحيدي وايي، چې پاکستانيو ځواکونو يوځل بيا د کونړ د دانګام ولسوالۍ پر بيلابيلو سيمو کې نن سهار ٥٥ توغندي توغولي ،چې ځاني زيان نلري ، خو خلکو ته يې مالي زيان اړولى او له امله يې يو شمير کورنۍ بې ځايه شوې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د کورنيو چارو وزارت د اختر په ورځو کې د ټينګو امنيتي تدابيرو د نيولو خبر هم ورکړى دى.
Visits: 14
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن