ګردېز( پژواک ٣٠ زمرى ٩١) په تېره دوره کې د ولسي جرګې د غړي پاچاخان ځدران ورور ، وراره او ماما د سړک د غاړې ماين په چاودنه کې ووژل شول .
د پکتيا امنيه قوماندان مل پاسوال زلمي اورياخېل پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې ياد شوي درې واړه نن له غرمې مخکې له ګردېز ښار څخه د مرکز اړوند خپل کلي ( مهلن ) ته روان و، چې د حاجيانو په سيمه کې يې موټر ماين والوځاوه او ووژل شول .
سرچينه زياتوى چې د قومي مشر او د ولسي جرګې په تېره دوره کې د پکتيا د خلکو د استازي پاچاخان ځدران وژل شوى ورور ( ميرزاعلي ) شاوخوا دوه کاله مخکې د پکتيا ولايت سلاکار و، خو اوس يې رسمي دنده نه لرله.
دده په وينا،ميرزا علي هم ددې ولايت له قومي مشرانو څخه وخودځدران وراره او ماماعام وګړي وو.
تر دې دمه پر يادو کسانو د بريد مسووليت چا پر غاړه نه دى اخستى.
Visits: 7
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن