ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په ترافيکي پېښه کې پنځه ښځې مړې شوې

په ترافيکي پېښه کې پنځه ښځې مړې شوې

author avatar
22 Aug 2012 - 13:49
په ترافيکي پېښه کې پنځه ښځې مړې شوې
author avatar
22 Aug 2012 - 13:49

کندوز ښار ( پژواک د وږي لومړۍ نېټه ٩١ ) :  په کندوز ولايت کې ديوې ترافيکي پېښې له امله  پنځه ښځې مړې شوې او يوه سخته ټپي شوې ده.

ددې ولايت د ترافيکو مدير عبدالکريم لنګري د وږي په لومړۍ نېټه، پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې دا پېښه نن سهار په شاوخوا اتو بجو د کندوز ښار د لومړۍ ناحيې اړونده د بندر کابل په سيمه کې رامنځته شوه.

هغه زياته کړه ، شپږ ښځې ، چې دسړک پر غاړه د موټر په تمه ولاړې وې، يو کرولا موټر ، چې په ډېرې تېزۍ سره روان و، له سړک څخه واوښت او پر دې ښځو وخوت.

د لنګري په وينا، په دې پېښه کې  پنځه ښځې مړې شوې او يوه يې سخته ژوبله شوه،چې روغتون ته لېږدول شوې.

د ترافيکو مدير وايي، مړې شوې ښځې، چې عمرونه يې د ٢٠ او ٢٥ کلونوترمنځ وو، د دې ولايت دعلي اباد ولسوالۍ اوسېدونکې وې او داختر مبارکۍ لپاره د خپلو دوستانو کورونو ته راغلې وې.

نوموړي زياته کړه ، چې د کرولا موټر چلوونکى په تېښته بريالى شو ، خو دهغه موټر چې په ساحه کې پاتې وو ، د ترافيکو مديريت ته لېږدول شوى دى.

د نور محمد په نامه د پېښې يوه عيني شاهد پژواک اژانس ته وويل : (( دا مېرمنې دسړک پر غاړه ولاړې وې، رېکشاوو ته يې لاسونه ورکول، چې يو ناڅاپه يو کرولا موټر راغى او پر دوى وختل.

د هغه په وينا، په دې پېښه کې پنځه ښځې ځاى پر ځاى مړې شوې او يوه يې په کوما حالت کې روغتون ته ولېږدول شوه.

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.