ګردېز (پژواک، ٢ وږى ٩١): امنيتي چارواکي وايي ،چې د پکتيا په شواک ولسوالۍ کې د امنيتي ساتونکي له خوا يو بهرنى انجنير په ډزو ټپي شوى دى.
د پکتيا د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال محمد زمان پژواک خبري اژانس ته وويل ،چې نن (د وږي ٢مه) سهارمهال د پکتيا د شواک ولسوالۍ په بېس کې، يوه امنيتي ساتونکي د نامعلومو دلايلو له امله پر يوه بهرني انجنير ډزې کړې دي.
نوموړي د زياتو جزئياتو له ورکولو پرته وويل، چې په پېښه کې د سړک جوړونې ياد شوى انجنير برسېرن ټپي شوى دى.
د امنيت امر په وينا، د ټپي شوي انجنير هويت نه دى معلوم او پېښه تر څېړنې لاندې ده.
خو طالب وياند ذبيح الله مجاهد بيا وايي، چې د شواک ولسوالۍ د سړک جوړونې په کمپنۍ کې دننه يوه سکورټي عسکر پر بهرنيو عسکرو ډزې کړي، چې په ترڅ کې يې شپږ بهرنيان وژل شوي دي.
نوموړي زياته کړې، چې ياد کس د پېښې له ځايه روغ وتلى او له دوى سره يوځاى شوى دى.
هېره دې نه وي، چې په دې وروستيو کې د افغان ځواکونو له يونيفورم څخه په ګټې اخيستنې پر بهرنيو ځواکونو د بريدونو لړۍ تونده شوې ده.
د روان زېږديز کال له پيل راهيسې د هېواد په بېلابېلو سيمو کې ظاهراً د افغان امنيتي ځواکونو په ليکو کې شاملو کسانو پر بهرنيو ځواکونو٣٤ بريدونه کړي، چې له امله يې٤٠ بهرني سرتېري وژل شوي، چې ډېرى يې امريکايان دي.
افغان او د ايساف چارواکي وايي، چې د دغسې د بريدونو د مخنيوي لپاره يې ګډې هڅې پيل کړې دي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن