ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حامد کرزى: ورانکاري د وطن دوستۍ او د اسلاميت د دعوې حق نه لري

حامد کرزى: ورانکاري د وطن دوستۍ او د اسلاميت د دعوې حق نه لري

author avatar
23 Aug 2012 - 19:41
حامد کرزى: ورانکاري د وطن دوستۍ او د اسلاميت د دعوې حق نه لري
author avatar
23 Aug 2012 - 19:41

کابل (پژواک ٢ وږى ٩١) : حامد کرزى وايي، هغه کسان د وطن دوستۍ او اسلاميت د دعوې حق نه لري چې په هېواد کې ورانکارې کړنې ترسره کوي او د افغانستان د پرمختګ مخه نيسي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ له مطبوعاتي دفتر څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې حامد کرزي د وږي په ٢مه، خپله راډيويي وينا کې ويلي، هغه څوک چې وطن ورانوي، خلک وژني، ښوونځي او مدرسې تړي، د وطن د ترقۍ مخه نيسي، هغه هېڅکله هم دا حق نه لري چې د وطن دوستۍ او اسلاميت دعوه دې وکړي.

د خبرپاڼې له مخې، کرزي ويلي، د اسلام، بشريت او افغانيت ضد دردوونکو پېښو په ليدو سره د افغانستان هر بچي ته دا فکر پيدا کېږي، چې د طالبانو مشران او طالبان به په کومو سترګو له هغو خلکو سره مخ کېږي چې ماشومان يې همدوی په بمونو، په راکټونو او انتحاري حملو کې شهيدان کړي او يا يې معيوب او معلول کړي دي.

ولسمشر زياته کړې، دوی څنګه کولای شي هغو کليو او سيمو ته ورشي چې د اولاد پرمخ يې د ښوونځي دروازې تړلي، ناروغان يې له روغتيایي خدمتونو څخه محروم کړي دي، ان کوچني ماشومان د ماشومتوب د دورې د ناروغيو واکسين ته نه پرېږدي.

حامد کرزي څرګنده کړې: ((په هېواد کې روان ترهګريز او ورانکارې کړنې که يې طالبان کوي او يا يې د طالبانو په نوم نور کوي، هېڅ ډول انساني، اخلاقي، اسلامي اجازه خو په هېڅ ډول نه لري، بلکې شديدا د اسلام د مقدس دين او د اسلامي لارښوونو پرخلاف او ورسره په تضاد کې دی او د انساني او وطني ارزښتونو او بشري صله رحمۍ پر خلاف دي.

حامد کرزي د روژې په مبارکه مياشت کې د لارو د غاړو پر بمي چاودنو سربېره د هېواد په ځينو برخو کې څو انتحاري او انفجاري حملو ته د  اشارې په ترڅ کې ويلي: ((د ترورېستانو دوې حملې د اروزګان او د ننګرهار په ولايتونو کې پر جوماتونو، د نيمروز، خوست، کندوز او نورو سيمو حملې بيا پر بازارونو، ګڼ مېشتو او عام المنفعه ځايونو کې وشوې چې په عباداتو مشغول او روژه په خوله هېوادوال يې د وير او ماتم په ټغر کېنول.))

ده زياته کړې، چې ټولې ترهګريزې پېښې غمجنې او دردناکې وې، خو د زرنج د ښار پېښه لا ډېره دردوونکې وه چې تر سلو زيات هېوادوال، ماشومان، ښځې، سپين ږيري او ځوانان په کې ټپيان او ۲۱ نور په کې ووژل شول.

خبرپاڼه کې د حامد کرزي له خولي راغلي: ((له همدې امله زه د اختر په درېيمه ورځ د نيمروز له غم ځپلو هېوادوالو سره د خواخوږۍ او د شهيدانو د فاتحې لپاره زرنج ته لاړم. ما د زرنج په ښار کې د دغې غمجنې پېښې ځيني ټپيان هم وليدل چې ماشومان او تنکي ځوانان په کې شامل وو، ځيني ټپيان مې د علاج لپاره له ځان سره کابل ته راوستل.))

ده زياته کړې، چې د دې پېښې د شهيدانو د خپلوانو او د ټپيانو په ليدلو او د تېرې روژې د برکتي مياشتې دغو ټولو ځوروونکو پېښو ته په پام سره يې له ځان سره دا پرېکړه کړې، چې يو ځل بيا پر طالبانو او د دوی پر مشرانو غږ وکړي او ترې وپوښتي چې د اروزګان او ننګرهار په جوماتونو د بريدونو، په کندوز، خوست، نيمروز او نورو سيمو کې د لسګونو انسانانو، ښځو، نارينه وو، ماشومانو او تنکيو ځوانانو د وژلو او ټپي کيدلو زيان ايا کوم بهرني هېواد ته ورسېد او که مو خپل هېواد، خپلو خلکو او د هېواد ځوانانو ته زیان او تاوان، مرګ او ژوبله ورسېده.

کرزي ويلي: ((هو! د خپل هېواد کورنۍ مو په وير او ماتم اخته کړې، د خپل هېواد جومات، سړک او تعمير مو ونړاوه، نه د بل هېواد او نه د پرديو.))

ولسمشر کرزي په دې راډيويي وينا کې پر طالبانو غږ کړى او د وروڼو خطاب يې ورته کړي او ويلي يې دي: ((زه يو ځل بیا غږ کوم او بیا هم وایم که څه هم زما په دې خبره به ځینې وطنداران خوابدي کېږي، خو بيا هم زه پر طالبانو د وروڼو غږ کوم چې وروڼو! که دا اعمال ستاسې وي، تاسې یې ترسره کوئ، نو د خدای تعالی او ملت پر وړاندې ملامت یاست او اخرت درته ګوري او که یې تاسې نه کوئ او ستاسو په نوم یې د افغانستان دښمنان کوي، بیا نو پر تاسو د افغانستان د خلکو، د دې ملت او زموږ د اسلام د مقدس دین او مسلمانانو دا حق دی چې تاسو غږ وکړئ، په جرئت او غیرت سره غږ وکړئ چې دا تاسو نه یاست، بلکې دا د افغانستان دښمنان دي چې ستاسې په نامه افغانان وژني او جومات، ښوونځي او کلي ورانوي.))

حامد کرزي ويلي، که تاسو دا غږ ونه کړئ او پټه خوله غلي پاتې شئ او دا وژنې دوام پیدا کړي، لکه دا لس کاله یې چې ادامه پیدا کړه، نو د خدای تعالی، د افغانستان د مسلمان ملت او د تاریخ په وړاندې به تاسو ملامت یاست، د طالب په نامه او د دوی د مشرانو په نامه به ملامت یاست. نو په دې دنیا کې بخښنه درته کېږي، د آخرت سوال خو د خدای تعالی دی هغه به درڅخه پوښتنه کوي. نو ((که تاسو دا ظلمونه نه دي کړي، که دا بمونه او انتحاریان ستاسو نه دي چې دا عام ملت یې په وینو ولمباوه، نو غیرت وکړئ او غږ وکړئ چې دا موږ نه یو.))

ولسمشر په پاى کې ويلي: ((بیا هم وایم وروڼو طالبانو! زه اوس د وروڼو خطاب درته کوم، له دې ټولو درودونو سره چې دې ملت ته مو ورسول، زه بیا هم د ورور خطاب درته کوم. ځینې به په دا خبره راڅخه خوابدي هم شي، خو زه درته ورور وایم چې غیرت وکړه او د خپل وطن له بچي سره ودرېږه، له میندو سره ودرېږه او د پردو له لاسه ځان خلاص کړه او راشه دا وطن وساته او غږ وکړه چې دا ظلم ته نه کوې، بلکې ستا په نامه کېږي. هلته به دې ملامتي ورکه نه وي، خو لږ به وي.))

Visits: 3

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.