ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د باجوړ دطالبانو مشر په کونړ کې ووژل شو

د باجوړ دطالبانو مشر په کونړ کې ووژل شو

author avatar
24 Aug 2012 - 21:01
د باجوړ دطالبانو مشر په کونړ کې ووژل شو
author avatar
24 Aug 2012 - 21:01

اسعد اباد ( پژواک ۳ وږی ۹۱ ) : د پاکستان د تحریک طالبان مهم غړی او د باجوړ ایجنسۍ ددې ډل مشر مولوي داد الله دایساف په یوه بې پیلوټه هوایي برید کې له ۱۲ وسلوالو سره ووژل شو.

د کونړ والي سید فضل الله وحیدي د وږي په درېیمه پژواک خبري اژانس ته وویل چې دا پيښه نن مازیګر ناوخته د شیګل ولسوالۍ د چوګام په سیمه کې وژل شوی دی.

هغه زیاته کړه چې ایساف د هغوی په اړه کره معلومات ترلاسه کړي وو او د بې پیلوټه الوتکې څخه یې پرې هوایي برید وکړ.

د کونړ امنیه قوماندان پاسوال عوض محمد نذیري پژواک اژانس ته وویل چې په دې برید کې د پاکستان د تحریک طالبان مهم غړی مولوي داد الله ، دهغه مرستیال او لس نور وسلوال وژل شوي دي.

د نوموړي په وینا، په دې برید کې اوه تنه وسلوال ټپي شوي هم دي او یو شمېر ټپیان د اسعد اباد روغتون ته هم راوړل شوي دي.

وسلوالو مخالفینو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دیادونې وړ ده، چې د مولوي داد الله ‌ډلې تیر کال د کوچني اختر په ورځ د باجوړ ایجنسۍ ۳۰ تنه تنکي ځوانان له دې امله تښتولي وو، چې ګوندې د کورنۍ غړي یې دپاکستان په دولت کې کار کوي.

دوی له دغو کورنیو غوښتي وو، چې خپلې دندې پریږدي، خو دوخت په تیریدو سره دوی یو شمیر هلکان خوشې کړي وو.

Visits: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.