جلال اباد (پژواک، ٣ وږى ٩١): د حصارک ولسوالۍ چارواکي وايي، چې په دغه ولسوالۍ کې له پاڅون کوونکو سره وسلې او مهمات په خلاصېدو دي او که دولت يې مرسته ونه کړي، ښايي پاڅون ناکام شي.
د ننګرهار د حصارک ولسوال حاجي عبدالخالق معروف د وږي په ٣ مه پژواک اژانس ته وويل، چې له پرون سهار راهيسې په دغې ولسوالۍ کې د سيمې د ځوانانو لخوا د وسلوالو طالبانو پر ضد پاڅون پيل شوى، چې تراوسه يې د ولسوالۍ درې پر څلورو برخه له وسلوالو پاکه کړې ده.
د هغه په وينا، له تېر سهار راهيسې له پاڅون کوونکو سره هېچا مرسته نه ده کړې او اوس يې وسلې او مهمات مخ په خلاصېدو دي.
نوموړي زياته کړه، چې له همدې امله نن ورځ د پاڅون کوونکو لخوا کوم پرمختګ نه دى شوى او که مرسته ونه شي، وسلوال طالبان به بېرته تصفيه شوي کلي په ولکه کې واخلي.
ولسوال وويل: ((اوس يواځې څلور کلي پاتې دي، چې په هغو کې وسلوال طالبان شته او نوره ټوله ولسوالۍ ترې پاکه شوه.))
د ٢٠١ سېلاب قول اردو وياند ډګروال نعمان هاتفي پژواک اژانس ته وويل، چې د ملي دفاع وزارت هر وخت د طالبانو پر ضد له پاڅون کوونکو سره مرسته کوي.
د هغه په وينا، د دوى قول اردو په خپلسر نه شي کولاى، چې د حصارک له پاڅون کوونکو سره نظامي مرسته وکړي، خو له ملي دفاع وزارت څخه به په دې برخه کې لارښوونه واخلي.
د حصارک ولسوالۍ يوه قومي مشر حسن خان پژواک اژانس ته وويل، چې تراوسه د دوى ځوانانو له وسلوالو طالبانو څخه شپږ کلي نېولي دي.
نوموړي هم شکايت وکړ، چې تراوسه د دوى له ځوانانو سره دولت هېڅ راز مرسته نه ده کړې او که ويې نه کړي، نو ډېر ژر به وسلوال پر دوى زورور شي او ياد کلي به بېرته ترې ونيسي.
د يو بل خبر له مخې، چارواکي وايي، چې د ننګرهار په لعلپورې ولسوالۍ کې د سرحدي پوليسو او وسلوالو طالبانو ترمنځ په نښته کې دوه وسلوال وژل شوي او درې ټپيان دي.
په ختيځو ولايتونو کې د سرحدي پوليسو وياند ادريس مومند پژواک اژانس ته وويل، چې تېره شپه د لعلپورې ولسوالۍ د فتح مېنه په سيمه کې وسلوالو طالبانو د سرحدي پوليسو پر پوستو بريدونه وکړل.
د هغه په وينا، د سرحدي پوليسو په ځوابي ډزو کې وسلوالو طالبانو ته ياده مرګ ژوبله واوښته او په دغه پېښه پوليسو ته زيان نه دى اوښتى.
وسلوالو طالبانو د يادو پېښو په اړه تراوسه څه نه دي ويلي.
Visits: 2
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن