کابل ښار (پژواک ٣ وږى ٩١): وسلوالو طالبانو په کندهار کې د سړکونو په ورانولو کې خپل لاس لرل رد کړل او دغه کار يې د سيمې د خلکو وباله.
د وسلوالو طالبانو له خوا پژواک اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د کندهار په پنجوايي ولسوالۍ کې رغول شوي سړکونه د دوى له خوا نه دي وران شوي.
د سرچينې په وينا، د سړکونو ورانول د طالبانو لخوا نه، بلکې د هماغې سيمې خلکو لخوا ترسره شوي، چې په ځمکو او کورونو کې يې په زور ورباندې تېر کړي وو.
خبرپاڼه کاږي، د پنجوايي هغه سړک، چې د بهرنيو ځواکونو لخوا د خپلې يوې نظامي قرارګاه لپاره په زور د خلکو په شخصي ملکيتونو کې تېر شوى و، له همدې امله يې خلکو پر وړاندې اقدام وکړ .
د وږي مياشتې په لومړۍ نېټه د کندهار ولايت مسوولينو پژواک اژانس ته ويلي وو، چې وسلوالو طالبانو د پنجوايي ولسوالۍ حلقوي قير شوى سړک په درېيو ساحو کې ويجاړ کړى دى.
دهغوى په وينا،وسلوالو طالبانو د سيمې اوسېدونکي له کورونو ويستلي او بيا د تراکتورونو، بېلچو او کلنګونو سره د سپيروان په بېلا بېلو سيمو کې په درېيو ساحو کې څو څو متره دغه سړک يې ويجاړ کړى دى.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن