کندهار (پژواک ٤ وږى ٩١): د کندهار په ژېړۍ او پنجوايي ولسواليو کې د سړک غاړې په ماين چاودنو کې د ملي اردو ١٤ سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
په کندهار کې د ملي اردو د ٢٠٥ اتل قول اردو له قوماندانۍ پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په پنجوايي ولسوالۍ کې د ملي اردو ٥ سرتېري وژل شوي او ٣ نور ټپيان دي.
د خبرپاڼې په حواله، د پنجوايي ولسوالۍ په ګاونډ ژېړۍ ولسوالۍ کې هم د سړک د غاړې د ماين په چاودنه کې د ملي اردو ٢ سرتېري وژل شوي او ٤ نور ټپيان شوي دي.
د پنجوايي ولسوال حاجي فضل محمد وايي، په دغې ولسوالۍ کې د ملي اردو سرتېرو ته ياده مرګ ژوبله وړمه شپه اوښتې ده.
هغه پژواک اژانس ته وويل، د شپې لس بجې ملي اردو د پنجوايي په ناخوني سيمه کې پر ګزمه بوخت و، چې رينجر موټر يې پر ماين ور برابر شوى، ٥ سرتېري وژل شوي او ٣ نور ټپيان دي.
د ملي اردو د قوماندانۍ خبرپاڼې په پنجوايي ولسوالۍ کې د ١٠ ماينونو د کشف او شنډېدو خبر هم ورکړى دى.
په دې خبرپاڼه کې راغلي، چې د ملي اردو د ٢٠٥ اتل قول اردو د لومړۍ لوا سرتېرو د تېرو ٢٤ ساعتونو په اوږدو کې ١٠ ماينونه کشف او له منځه وړي دي.
په دې وروستيو کې يو ځل بيا د کندهار په بېلابېلو ولسواليو کې د سړک د غاړې د ماينونو چاودنې زياتې شوې، چې د نظامي کسانو ترڅنګ يې ملکي وګړو ته هم مرګ ژوبله اړولې ده.
تېره ورځ د سپين بولدک ولسوالۍ د کڅۍ زيارت په سيمه کې د ملکي وګړو پر ټونس موټر د سړک د غاړې د ماين په چاودنه کې ٦ ملکي وګړي وژل شوي وو.
د کندهار امنيه قوماندال جنرال عبدالرزاق پژواک ته ويلي و، چې په وژل شوو کې ٢ مېرمنې، يو موټر چلوونکى او درې ماشومان شامل دي، چې د يوې کورنۍ غړي وو.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن