ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

امريکا: د تاسيساتو له تړلو سره مو پوځي رول هم کمېږي

امريکا: د تاسيساتو له تړلو سره مو پوځي رول هم کمېږي

author avatar
26 Aug 2012 - 15:53
امريکا: د تاسيساتو له تړلو سره مو پوځي رول هم کمېږي
author avatar
26 Aug 2012 - 15:53

کابل (پژواک، ٥ وږى ٩١): په افغانستان کې مېشت امريکايي ځواکونه وايي، چې د تاسيساتو له تړلو سره يې پوځي رول هم محدوديږي.

دغه څرګندونې په افغانستان کې دامريکايي ځواکونو د تشکيلاتو قوماندان بريد جنرال استوين شپيرو (Steven Shapiro) د وږي په ٥مه په کابل کې له خبريالانو سره د خبرو پر مهال وکړې.

هغه زياته کړه، چې په افغانستان کې د امريکا نظامي تاسيسات ((په بهر کې د امريکا شخصي شتمنۍ) د پروګرام له مخې تړل کېږي او يا هم د افغانستان دولت ته سپارل کېږي.

نوموړي وويل: ((له تېر يو کال راهيسې په افغانستان کې ٤٠٠ نظامي واړه خو فوق العاده مرکزونه تړلي او يا مو هم ځيني يې افغان دولت ته سپارلي، چې دغه کار سره زموږ رول په تدريجي ډول کمېږي.))

ياد امريکايي جنرال وويل، ټاکل شوې چې په نږدې راتلونکې کې دوى ٢٠٠ نور پوځي مرکزونه او تاسيسات چې ځيني يې لوى دي، د تړلو پروسه بشپړه شي.

هغه په دې اړه نور معلومات ورنه کړل خو زياته يې کړه، چې د ياد پروګرام له مخې هغه غير نظامي تجهيزات چې په يادو تاسيساتو کې شتون لري، لېږدول کېږي.

د امريکايي ځواکونو د تشکيلاتو قوماندان وويل، چې تراوسه د شاوخوا درې ميليونو امريکايي ډالرو په ارزښت د ٢٠زرو په شاوخوا کې غير نظامي تجهيزات چې په نظامي تاسيساتو کې شتون درلود، د افغانستان حکومت ته سپارل شوي دي.

بريد جنرال استوين شپيرو زياته کړه، چې د افغان ملي ځواکونو د روزنې او پرمختګ چارې په ښه توګه روانې دي او دوى ته د امنيت د لېږد د پروسې درې پړاوونه هم بشپړ شوي دي.

د هغه په وينا، په دغه کار سره ايساف ته دا زمينه برابرېږي، چې پر خپلو پوځي اډو او تاسيساتو بيا کتنه وکړي.

په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو د تشکيلاتو قوماندان وايي، څومره چې افغان ځواکونه د ډېرو سيمو مسووليت پر غاړه اخلي، په همدغه ترتيب سره د امريکايي ځواکونو د نظامي تاسيساتو د تړلو لړۍ هم تنديږي او يا هم افغان دولت ته سپارل کېږي.

افغان ځواکونو ته د امنيت د لېږد پروسه تېر کال د چنګاښ په مياشت کې پيل شوې او تر اوسه په درېيو مرحلو کې د شاوخوا٧٠ سلنه سيمو امنيت دوى ته سپارل شوى دى.

ټاکل شوې چې دا پروسه تر ٢٠١٤ کاله پورې بشپړه شي.

بريدجنرال شپيرو وويل: ((که چېرې په يوه سيمه کې د نظامي تاسيساتو امريکايي قوماندان د خپلو غير نظامي تجهيزاتو ته اړتيا نه لري، نو بيا د هغې لېست نورو قوماندانانو ته لېږي، څو هغوى ترې ګټه پورته کړي.))

بايد وويل شي، چې اوسمهال امريکا په افغانستان کې شاوخوا سل زره سرتېري لري، چې د روان کال تر پايه پورې به يې ٢٠زره خپل هېواد ته ولېږل شي.

تېره اوونۍ ايساف ويلي و، چې دوى په افغانستان کې شاوخوا ٨٠٠ نظامي تاسيسات لري، چې په کې زرګونه سرتېري مېشت دي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.