کابل (پژواک ، ٦وږى ٩١) : وروسته له دې هيڅ حکومتي چارواکى د پاسپورټ او وېزې ترڅنګ د ولسمشرۍ ماڼۍ له اجازه ليک پرته له هېواد څخه بهر سفر نشي کولى .
دغه څرګندونې يوې حکومتي سرچينې ، چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي د وږي په ٦مه له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وکړې .
يادې سرچينې وويل ، چې نن (د وږي په ٦مه) ولسمشرحامد کرزي د چارو ادارې او د کابل هوايي ډګر چارواکيو ته لارښوونه وکړه ، چې هيڅ چارواکي ته دې له هېواد څخه بهر د تګ پرمهال له اجازه ليک پرته اجازه نه ورکوي .
سرچينه زياتوي ، چې وروسته له نن څخه هر چارواکى په ځانګړې توګه لوړپوړي مسوولين ، چې له هېواد څخه بهر ته د تګ اړتيا او يا اراده ولري ، نو لومړى دې د چارو ادارې ته يو مکتوب وليږي او د خپل سفر موخه دې په کې ذکر کړي ، بيا به د چارو اداره دغه مکتوب د ولسمشرۍ ماڼۍ ته راجع کوي .
منبع وايي ،چې که د ولسمشرۍ ماڼۍ ياد مکتوب رد کړ ، نو خو ياد چارواکى له هېواده بهر سفر نشي کولى او که يې لاسليک کړ ، نو بايد دغه چارواکى د کابل په هوايي ډګر کې د پاسپورټ او وېزې ترڅنګ د اجازې مکتوب هم له ځان سر ولري او له ياد مکتوب پرته سفر نشي کولى .
د يادونې ده ، چې ولسمشر حامد کرزي دغه لارښوونه په جدي توګه وروسته له هغه وکړه ، چې ويل کيږي د کوچني اختر د رخصتيو پرمهال يو زيات شمېر لوړ پوړي دولتي چارواکي له اجازې پرته او بې له دې چې اړونده اداره په جريان کې کړي ، يو شمېر بهرنيو هېوادونو ته يې سفر کړى دى .
داسې ويل کيږي ، چې ولسمشر کرزي ته ددغو کسانو ليست او د سفر په اړه يې معلومات رسيدلي او هغه له دغه کار وروسته ياده جدي پرېکړه وکړه .
له دې مخکې هم داسې ګونګوسې خپرې شوي ، چې يو شمېر دولتي چارواکي تاجکستان ، ترکيې ، ډوبۍ او ځينو نورو هېوادونو ته د عياشۍ په موخه سفرونه کوي ، خو تراوسه پورې په څرګنده د چا نوم نه دى اخيستل شوى .
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن