ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ايساف په لوېدلې چورلکه کې ګڼ شمېر سرتېري ټپيان شوي

د ايساف په لوېدلې چورلکه کې ګڼ شمېر سرتېري ټپيان شوي

author avatar
28 Aug 2012 - 11:43
د ايساف په لوېدلې چورلکه کې ګڼ شمېر سرتېري ټپيان شوي
author avatar
28 Aug 2012 - 11:43

پل علم (پژواک ٧ وږى ٩١): په لوګر ولايت کې د ايساف ځواکونو يوه چورلکه راغورځېدلې، چې له امله يې يو شمېر سرتېري ټپيان شوي دي.

د لوګر د امنيه قوماندانۍ د امنيت آمر سمونوال رييس خان صادق د وږي په ٧مه، پژواک خبري اژانس ته وويل،چې دا پېښه تېره شپه د ولايت د مرکز پل علم اړونده د بابوس په سيمه کې رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه، چې ايساف ځواکونو د بابوس په سيمه کې پر يوه کور عمليات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې درې وسلوال مخالفين نيول شوي دي.

د نوموړي په وينا، کله چې د ايساف ځواکونه له سيمې د وتلو په حال کې و، نو چينوک ډوله چورلکې يې بېړنۍ ناسته وکړه.

صادق وايي، چې په دې پېښه کې يو شمېر سرتېري ټپيان شوي او چورلکه هم ويجاړه شوې وه، چې وروسته د ايساف ځـواکونو له خوا پر بمونو له منځه يوړل شوه.

په لوګر کې د ٢٠٣ تندر قول اردو د څلورمې پلې لوا د عامه اړيکو مسوول جګړن جان اغا پژواک اژانس ته ومنله، چې د ايساف چورلکې بېړنۍ ناسته کړې ، چې له امله يې يو شمېر امريکايي سرتېري په کې ټپي شوي دي.

د بابوس سيمې يوه اوسېدونکي عبدالرحمن پژواک اژانس ته وويل، چې ياده چورلکه د مخالفينو له خوا ووېشتل شوه او بيا ځمکې ته را ولوېده.

د هغه په وينا، له پېښې وروسته د ايساف نورې چورلکې راغلې او سيمه يې تر سهاره کلابنده کړې وه.

په کابل کې دايساف ځواکونو مطبوعاتي دفتر وايي، چې دوى د افغانستان په ختيځ کې  دايساف د هغې چورلکې په اړه پلټنې پيل کړي ، چې بېړنۍ ناسته يې کړې وه.

سرچينې زياته کړې، چې په دې پېښه کې مخالفينو لاس نه درلود او نه هم په دې پېښه کې د دوى سرتېري وژل شوي دي.

ايساف دغه راز ويلي، چې غورځېدلې چورلکه د انتقال وړ نه وه او په سيمه کې له منځه يوړل شوه.

ايساف د خپلې پاليسۍ له مخې، د خپلو ټپيانو په اړه له رسنيو سره معلومات نه شريکوي.

خو طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي، چې دغه چورلکه بېګاه د عملياتو پر مهال د دوى د کسانو له خوا وويشتل شوه او په کې سپاره ټول سرتېري وژل شوي او يا هم ټپيان دي.

د يادونې ده، چې تېره مياشت د افغانستان په لوېديځ کې هم د ايساف يوه چورلکه را غورځېدلې وه، خو مرګ ژوبله يې نه لرله.

Visits: 3

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.