ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ماين چاودنې دوه ماشومان ټپيان کړل

author avatar
31 Aug 2012 - 11:29
author avatar
31 Aug 2012 - 11:29

شبرغان (پژواک١٠ وږى ٩١): د جوزجان ولايت د مرکز شبرغان په مربوطاتو کې د ماين چاودنې له امله دوه ماشومان سخت ټپيان شول.

د جوزجان امنيه قوماندا مل پاسوال عبدالعزيز غيرت وايي، دغه چاودنه نن سهار (د وږي ١٠مه) هغه مهال رامنځ ته شوه، چې دوه ماشومان د شبرغان د جرقدوق فابريکې په شاوخوا کې د خسو په راټولولو بوخت وو.

هغه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په دې سيمه کې يو خر پر ماين وخوت، چې له امله يې دوه ماشومان چې له خره سره ملګري وو ټپي او خر ووژل شو.

د شبرغان د ولايتي روغتون مشر ډاکتر ميرويس اميني وايي، چې د دغو ١٥ او ١٦ کلنو ماشومانو هډوکو د لاسونو او پښو په برخو کې کسر کړى او د بطن په برخه کې يې هم ډېر کاري ټپونه اخيستي دي، له همدې امله د ښې درملنې په موخه مو د بلخ ولايتي روغتون ولېږل.

پوليس وايي، چې دغه ماين په افغانستان کې د شوروي اتحاد د سرو لښکرو له وخته (١٣٦٠ لسيزه) په سيمه کې پاتې و.

هماغه مهال له يو ميليون ډېر ماينونه په هېواد کې خښ شوي وو، چې تر اوسه د پټ دښمن په توګه د خلکو د مرګ ژوبلې لامل کېږي.

تېر کال هم يو ماشوم، چې د شبرغان په ښار کې يې د هاوان سرګلوله پر يوه دوکاندار پلورله، د هغې د چاودنې له امله دى ماشوم او دوکاندار دواړه ووژل شول.

خو د ماين پاکۍ د همغږۍ د چارو “MACCA ” مرکز وايي، چې د تېرو لسو کلونو په پرتله د نا چاودلو توکو له امله  د مرګ ژوبلې کچه ٧٥ را ټيټه شوې او په هڅه کې دي چې وروسته له لسو کلونو هېڅ يو کس له دې برخې زيانمن نه شي.

د سرچينې په وينا،  چې د ٢٠٠١ ميلادي کال په هره مياشت کې  ١٦٩ ملکي وګړو ته د ماين او نا چاودلو توکو د چاودنو له امله مرګ ژوبله اوښته، خو په وروستيو دوو کلونو کې په هره مياشت کې دغه مرګ ژوبله ٤٢ تنو ته راټيټه شوې، چې د هغو په منځ کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

Visits: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.