ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کندهار او کاپيسا کې له دوو ماشومانو  سرونه  پرې شوي

په کندهار او کاپيسا کې له دوو ماشومانو سرونه پرې شوي

author avatar
31 Aug 2012 - 14:21
په کندهار او کاپيسا کې له دوو ماشومانو  سرونه  پرې شوي
author avatar
31 Aug 2012 - 14:21

 کندهار-محمودراقي (پژواک ۱۰ وږى ۹۱): سيمه ييز چارواکي وايي، چې د کندهار په پنجوايي کې له يوه ١٢ کلن هلک او د کاپيسا  په تګاب ولسوالۍ کې د يوې اووه کلنې نجلۍ سرونه پرې شوي دي.

د کندهار ولايت د مطبوعاتي دفتر مسوول جاوېد فيصل نن (د وږى لسمه) پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه هلک په اصل کې د ژېړۍ ولسوالۍ د پاشمول سيمې اوسېدونکى او تېره چهار شنبې د پنجوايي ولسوالۍ سپېروان کلي ته تللى و.

هغه زياته کړه، هلک د خپل پلار له لوري د دغې ولسوالۍ د سپېروان سيمې رېګي نومي کلي ته د دې لپاره لېږل شوى و، چې له خپل باغدار څخه پور  واخلي.

د نوموړي په ادعا، وسلوالو طالبانو د کوربه له زيات ټينګار سربېره دغه ماشوم له ځان سره وړى او له هغه څخه يې په دې ګناه سر پرې کړى، چې ورور يې په ژېړۍ کې د سيمه ييزو پوليسو په ليکو کې کار کوي.

فيصل وايي، د هلک مړى پر لويه لاره غورځول شوى و، وروسته خلکو موندلى او په اړه يې پوليسو ته معلومات ورکړل.

د کندهار ولايت مقام پر دې پېښه سخته خواشيني څرګنده کړې او امنيتي ارګانونو ته يې حکم کړى، چې په هره بيه وي، د پېښې عاملين پيدا او په خپله سزا دې ورسوي. 

د پنجوايي ولسوال حاجي فضل محمد وايي، چې د عاملينو د نيولو هڅې يې پيل کړې دي.

خو وسلوالو طالبانو لا تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ويلي.

له بلې خوا د کاپيسا په تګاب ولسوالۍ کې له يوې اووه کلنې نجلۍ هم سر پرې شوى دى.

د تګاب د امنيه قومانداني جنايي مدير څارمن محمد شفېع پژواک ته وويل، چې دغه پېښه تېره شپه د ولسوالۍ په جالوخېلو سيمه کې رامنځته شوې ده.

د ده په وينا، يو شمېر غله تېره شپه د دې نجلۍ کور ته په داسې حال کې دننه شوي، چې هغه په کور يواځې وه او  مور او پلار يې چېرې په مېلستيا تللي وو.

سرچينه زياتوي، چې غلو لومړۍ دغه نجلۍ چې مليحه نومېده، خفه کړي او وروسته يې سر ترې  پرې کړى دى.

څارمن شفېع وايي، له پلټنې څخه معلوميږي، چې ښايي مليحې غله پېژندلي وي او دغه پېژندنه د هغې د وژنې لامل شوې وي

د تګاب ولسوال عبدالحکيم آخندزاده وايي، چې د دې نجلۍ سر او دوه پښې تر بېډۍ  لاندې برخه پرې شوې دي.

نوموړي د دې نجلۍ وژنه يو بوږنوونکى عمل وباله او ويې ويل، چې د مليحې کورنۍ تر اوسه د خپلې وژل شوې لور په اړه  په چا باندې دعوه نه ده کړې.

 

 

Visits: 5

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.