لښکرګاه (پژواک ١٢ وږى ٩١): ناپېژانده وسلوالو نن سهار د هلمندد ناوې ولسوالۍ د ټولنيزې شورا غړى وواژه.
د ناوې ولسوال عبدالمنان د وږي په ١٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا پېښه نن سهار شپږ نيمې بجې د ولسوالۍ د خلج سيمې په سلطانزو سيمه کې رامنځته شوه.
هغه زياته کړه، چې د دې ولسوالۍ د ټولنيزې شورا غړى حميدالله هلمند په خپلو کروندو ګرځېده، چې ناپېژانده وسلوالو پرې ډزې وکړې او بيا وتښتېدل.
ولسوال وايي، چې پوليسو په دې اړه پلټنې پيل کړي، خو څوک يې په تړاو تر اوسه نه دي نيول شوي.
د هلمند والي محمدګلاب منګل د حميدالله هلمند وژنه په کلکه غندلې او هغه يې د سيمې يو مخور او پېژندل شوى شخص بللى دى.
هغه زياته کړه، چې ياد قومي مشر د هلمند د خلکو د ښيګڼې او پرمختګ لپاره هلې ځلې کولې.
د يادونې ده، چې له دې مخکې هم د هلمند په بېلابېلو ولسواليو کې ګڼ شمېر قومي مشران او د شوراګانو غړي وژل شوي دي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن