ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ولسمشر کرزي او جنرال الن ترمنځ لفظي شخړه رامنځ ته شوه

author avatar
8 Sep 2012 - 20:10
author avatar
8 Sep 2012 - 20:10

کابل (پژواک، ١٨ وږى ٩١): د ولسمشر حامد کرزي او د ناټو ځواکونو لوى قوماندان جنرال جان الن ترمنځ د زندانونو د بشپړ لېږد د پروسې په اړه لفظي شخړه شوې ده.

يوه دولتي چارواکي چې د نوم له ښودلو يې ډډه کوله، پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن (د وږي ١٨مه) په يوه ناسته کې د ولسمشر کرزي او جنرال الن ترمنځ لفظي شخړه رامنځ شوه.

سرچينې زياته کړه، دا لفظي شخړه وروسته له هغه وشوه، کله چې حامد کرزي افغان لوري ته په افغانستان کې دننه د بګرام زندان په ګډون د ټولو زندانيانو د ورسپارلو غوښتنه وکړه، خو مقابل لوري دغې غوښتنې ته مثبت ځواب نه وايه.

د سرچينې په وينا، دغه راز ولسمشر د ناټو ځواکونو عمومي قوماندان ته ويلي، له کله نه چې افغان لوري ته د زندانونو د لېږد پرېکړه شوې، له هغه مهاله تراوسه ٦٠٠ نور کسان هم د بهرنيانو له خوا په خپلسرې توګه نيول شوي دي.

ياد دولتي چارواکى وايي، جنرال الن د ولسمشر کرزي يادې غوښتنې ته مثبت ځواب نه وايه او ټينګار يې درلود، چې د ځينو بنديانو واک بايد له دوى سره وي.

سرچينه زياتوي، د ناټو ځواکونو لوى قوماندان په داسې حال کې چې د امريکا سفير جيمز کاننګهم هم په دې ناسته کې ګډون درلود، ګواښ وکړ، که افغانستان په خپل دريځ ټينګار وکړ، نو امريکا به خپل سفير له افغانستان څخه وباسي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، ولسمشر نوموړي ته په ځواب کې په تنده لهجه ويلي: ((د زندانونو په اړه چې د افغانستان او بهرنيو ځواکونو ترمنځ کوم تړون شوى، افغانستان په خپل موقف کلک ولاړ دى، هېڅ بدلون په کې نه راولي او د ټولو بنديانو ورسپارل غواړي.))

د سرچينې په وينا، ولسمشر کرزي ياد شوي قوماندان ته ويلي، چې د شوې پرېکړې له مخې، بهرني چارواکي بايد د افغانستان غوښتنو ته درناوى وکړي.

دغه راز د وږي په ١٨مه، له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر حامد کرزي  نن افغانانو ته د بګرام د زندان د بشپړ سپارلو حکمنامه منظوره کړې ده.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، په دې حکمنانه کې راغلي چې له دې وروسته ايتلافي ځواکونه د افغانستان په خاوره کې د هېڅ ډول زندان درلودو حق نه لري.

د ولسمشر د نوې حکمنامې له مخې، اړوندو ادارو ته سپارښتنه شوې، چې د دوشنبې په ورځ (د وږي ٢٠مه) د يو لړ شاندارو مراسمو په ترڅ کې د بګرام زندان چارې د افغانستان دولت ته وسپارل شي.

د يادونې ده، چې د افغانستان د ملي دفاع وزارت او د ناټو ځواکونو د قوماندان ترمنځ د ١٣٩٠ لمريز کال د کب په ١٩مه، د شوي تړون له مخې، ټاکل شوې، چې د روان زېږديز کال د وږي په ٢٠مه، د بګرام زندان بشپړې چارې په رسمي توګه افغانانو ته وسپارل شي.

خو امريکايي سرچينو څو ورځې مخکې خبر ورکړى وو، چې که څه هم د بګرام زندان چارې افغان حکومت ته سپارل کېږي، خو اصلي واک به يې له امريکا سره وي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.