ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په شمال کې به امریکا او جرمني پرمختایي پروژه ته وده ورکړي

په شمال کې به امریکا او جرمني پرمختایي پروژه ته وده ورکړي

author avatar
14 Sep 2012 - 12:42
په شمال کې به امریکا او جرمني پرمختایي پروژه ته وده ورکړي
author avatar
14 Sep 2012 - 12:42

مزار شریف (پژواک ۲۴ وږی ۹۱): جرمني او امريكا د هېواد په شمال كې د خپلو مرستو د اوږدېدو د ژمنو تر څنګ د پراختيايي كارونو په ګړنديتوب ټينګار وكړ.

په افغانستان كې د يادو هېوادونو د سفيرانو مرستيالان تېره ورځ ناوخته (د وږي ۲۳ مه)، له يو لړ رسمي كتنو څخه وروسته له بلخ والي سره ګډې خبرې ناستې ته خبرې وكړې.

د جرمني هېواد د سفير مرستيال اليور اوکازا (Oliver Owcza) وويل، چې دوى په پلان كې لري، چې په راتلونكو څلورو كلونو كې په افغانستان كې څه باندې څلور ميليونه يورو په پراختيايي چارو ولګوي.

نوموړي زياته كړه، چې له يادو مرستو څخه به ډېره برخه د افغانستان په شمال كې ولګوي، چې بلخ ولايت ته به په كې ډېر پام وكړي.

د هغه په وينا، دغه پيسې به د ملي پوليسو د روزنې، د سړكونو جوړونې، هوايي ترافيكو سيستم په كنټرول او د هوايي ټرانسپورټ د پراختيا په برخه كې ولګول شي.

اوكازا وويل، چې جرمني به له ۲۰۱۴ كال وروسته له افغانستان سره خپلې كړې ژمنې پوره كوي او په هېڅ حالت كې به دغه هېواد يوازې پرې نه ږدي.

نوموړي د خپلو خبرو په ترڅ كې افغان ځواكونه وستايل او هغوى یې د خپل هېواد د امنيت د اخيستې جوګه وګڼل.

همداراز په افغانستان كې د امريكا د سفير مرستيال لارنس هوگا ( Lorance Hugo) هم په شمال كې د پراختيايي كارونو په ګړنديتوب ټينګار وكړ.

نوموړي وويل، چې دوى هم په پام كې لري، چې په شمال كې د خپلو پرمختیايي كارونو ته لا پراختيا وركړي.

د هغه په وينا، دم ګړۍ د امريكا په مرسته د اتيا ميلیونه امريكايي ډالرو په ارزښت له شبرغان څخه بلخ ته د ګازو د لېږد پروسه روانه ده.

هوګا وويل، چې دوى هڅه كوي، د ګازو د لېږد روانه لړۍ ژر تر ژره بشپړه كړي او تر څنګ يې د برېښنا يو سب سټېشن هم جوړ كړي.

د بلخ والي عطا محمد نور له يادو سفيرانو څخه د مننې تر څنګ وويل، چې په دغه كتنه كې د امنيت د لېږد، په ټاكلي تاريخ د ټاكنو تر سره كول، د امنيتي ځواكونو سمبالتيا، د نشه یي توكو د قاچاق او توليد مخنيوي او د پرمختيايي پروژو د عملي كېدو په برخه كې خبرې وشوې.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.