ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په فراه کې ١٥ وسلوالو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

په فراه کې ١٥ وسلوالو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

author avatar
14 Sep 2012 - 11:46
په فراه کې ١٥ وسلوالو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
author avatar
14 Sep 2012 - 11:46

فراه ښار (پژواک ٢٤ وږى ٩١): چارواکي وايي،چې د فراه په پشت رود او پرچمن ولسواليو کې د يوه طالب قوماندان په ګډون اووه وسلوال وژل شوي او اته نور ټپيان دي.

د فراه د والي وياند عبدالرحمان ژوندي د وږي په ٢٤ مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تېره شپه شاوخوا يوه بجه وسلوالو طالبانو د پشت رود ولسوالۍ د ساج کلي پر امنيتي پوسته بريد وکړ.

د هغه په وينا، په دغه بريد کې د عبدالقادر په نوم د يوتن مشهور طالب قوماندان په ګډون دوه نور طالبان وژل شوي او دوه ټپيان دي.

نوموړي زياته کړه، چې په ياد بريد کې پوليسو او ملکي خلکو ته کومه مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

دغه راز د پشت رود ولسوال غوث الدين هم ياده پېښه مني او وايي، چې طالب قوماندان عبدالقادر په دې ولسوالۍ کې وسلوال بريدونه طرح کول.

هغه زياته کړه، چې عبدالقادر په ١٣٨٦ کال کې د فراه له زندان څخه په تېښته بريالى شوى و.

دى وايي، چې د تېرې شپې په بريد کې د نوموړي په ګډون درې  نور طالبان وژل شوي او دوه تنه   ټپيان دي .

د يو بل خبر له مخې، د دغه ولايت په پرچمن ولسوالۍ کې وسلوالو طالبانو پر يوې امنيتي پوستې بريد کړى، چې له امله يي څلور طالبان وژل شوي او شپږ نور ټپيان شوي دي.

د فراه د والي وياند عبدالرحمان ژوندي وويل، چې تېره شپه وسلوالو طالبانو د فراه ولايت د پرچمن ولسوالۍ د کوتل مني په سيمه کې پر يوې امنيتي پوستې بريد کړى.

د هغه په وينا، په ياد شوي بريد کې څلور وسلوال طالبان وژل شوي او ٦ نور ټپيان شوي دي.

نوموړي زياته کړه، چې د وژل شويو وسلوالو طالبانو مړي له پوليسو سره دي او ډېر ژر به يې د فراه مرکز ته انتقال کړي.

دغه راز د فراه د ولايتي شورا غړى عبدالحميد حميد هم ياده پېښه مني او وايي، چې له پېښې وروسته وسلوال طالبان بېرته سيمې ته راغلي او يو ملکي وګړى يې له ځان سره بېولى دى.

وسلوالو طالبانو تراوسه د دواړو پېښو په اړه څه نه دي ويلي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.