ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کابل ددشت برچي سلګونو خلکو د امريکايي فلم پر ضد احتجاج وکړ

author avatar
21 Sep 2012 - 11:29
author avatar
21 Sep 2012 - 11:29

کابل (پژواک ٣١ وږى ٩١): د کابل ښار د دشت برچي او شاوخوا سيمو سلګونو اوسېدونکو د امريکايي فلم پر ضد سوله ييز احتجاج وکړ او ددې فلم د جوړونکو د محاکمې غوښتنه يې وکړه.

د نکولا باسولي نکولا په نوم يوه امريکايي فلم جوړوونکي د کليسا د يوه پادري ټيري جونز په همکارۍ د اسلام ضد دغه فلم جوړ او بيا يې خپور کړى دى، په دغه فلم کې اسلام او د اسلام د ستر پيغمبر حضرت محمد (ص)   سپکاوى شوى دى.

د فلم له خپرېدو سره سم په اسلامي نړۍ کې د امريکا پر ضد لاريونونه پيل شوي ، لاريون کوونکو په ليبيا کې د امريکا سفير له درېيو نورو ډيپلوماتانو سره وواژه، دغه راز په سوډان، يمن، تونس او مصر کې هم د امريکا او نورو غربي هېوادونو پر سفارتونو بريدونه وشول.

په افغانستان کې هم د دغه فلم پر ضد د لاريونونو لړۍ پيل شوې وه، چې اوس هم روانه ده.

ددې لاريونونو او احتجاجي غونډو په لړ کې نن د وږي په ٣١مه، د کابل ښار ددشت برچي، پل سوخته او شاوخوا سيمو سلګونو اوسېدونکو، چې شمېره يې له دوو زرو ‌څخه زياته و ، د امام زمان په جامع جومات کې لويه غونډه وکړه او ياد فلم يې په کلکه وغانده.

دغه احتجاجي غونډه  د حضرت پيغمبر د فرهنګي او تبليغي بنياد لخوا په لاره اچول شوې وه، چې له بېلا بېلو سيمو څخه د لسګونو کسانو په ډلګيو کې خلک ياد جومات ته راتلل او په لاره يې د امريکا او د ياد فلم جوړوونکو پر ضد يې شعارونه ورکول.

ددې غونډې يوتن ګډونوال معلم رضا جوادي پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې له دې احتجاجي غونډې څخه يې موخه د ياد فلم پر وړاندې د کرکې او نفرت خپرول او د فلم د جوړوونکو د محاکمې غوښتنه ده.

هغه زياته کړه، چې ددې فلم له جوړولو سره نه يواځې داسلام او داسلام دستر پيغمبر سپکاوى شوى، بلکې د ټولو مسلمانانو زړونه يې ازار کړي دي.

ددې احتجاجي غونډې يو تن ګډونوال ايت الله سيد محسن حجت له خلکو مننه وکړه، چې سوله ييز احتجاج يې وکړ او تاوتريخوالي ته يې لاس نه دى اچولى.

ده زياته کړه : (( موږ بايد داسې احتجاج وکړو، چې خپل ځان پکې خراب نه کړو، د خلکو او دولتي املاکو ته زيان رسول، امريکايانو ته هېڅ ضرر نه رسوي، بلکې پخپله متضرر کېږو.))

نوموړي دامريکا پر حکومت سخته نيوکه وکړه، چې ګوندې د بيان دازادۍ له مخې ددې فلم د خپرولو مخه نه شي نيولى او نه يې جوړوونکي محاکمه کولى شي .

ايت الله حجت وويل ،چې د بيان ازادي خپل حد او پوله لري د بيان ازادي بايد داسې نه وي، چې خلک تحقير او سپک شي او مقدساتو ته يې سپکاوى وشي.

ده زياته کړه : (( د بيان ازادي داده، چې انسانانو ته يې ګټه ورسيږي، خو د امريکا د بيان ازادۍ څخه انسانانو ته زيان  رسيږي.))

نوموړي پر غربي ديموکراسۍ هم کلکه نيوکه وکړه او ويې ويل چې دا ديموکراسي دا ډول جانبي عوارض لري، خو  د اسلام مقدس دين د توهين، سپيکاوي او د پرديو مقدساتو ته د سپکاوي اجازه نه ورکوي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.