ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سمون: ايساف ځواکونو يو عام وګړى وژلى او نهه نور يې ژوندي بيولي دي

سمون: ايساف ځواکونو يو عام وګړى وژلى او نهه نور يې ژوندي بيولي دي

author avatar
21 Sep 2012 - 16:32
سمون: ايساف ځواکونو يو عام وګړى وژلى او نهه نور يې ژوندي بيولي دي
author avatar
21 Sep 2012 - 16:32

ګردېز (پژواک ٣١ وږى ٩١): د پکتيا ولايت چارواکي او اوسېدونکي وايي، چې ايساف ځواکونو په شپنيو عملياتو کې يو عام وګړى وژلى او نهه نور يې ژوندي بيولي دي.
د دغه ولايت د والي وياند روح الله سمون د وږي په ٣١مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ايساف دغه عمليات تېره شپه د سيد کرم ولسوالۍ د چينو په سيمه کې ترسره کړي دي.
هغه زياته کړه، چې له ځايي چارواکو سره په نه همغږۍ د واده پر يوه کور په ترسره شوو دغو عملياتو کې يو عام وګړى وژل شوى او اووه نور يې ژوندي بيولي دي.
د نوموړي په وينا، وژل شوى تن څو ورځې مخکې له کويټ څخه په رختصۍ راغلى و او نيول شوي کسان هم عام وګړي دي.
د يادې سيمې يوه قومي مشر حاجي ولي محمد پژواک اژانس ته وويل، چې دغه عمليات د هغې نجلۍ پر کور ترسره شوي، چې ټاکل شوې وه، نن يې ډولۍ يوړل شي.
ده زياته کړه، چې د بهرنيو ځواکونو په عملياتو کې د دې کورنۍ هغه غړى، چې څو ورځې مخکې له کويټ څخه په رخصتۍ راغلى و، وژل شوى او د کورنۍ نور غړي او مېلمانه يې بيول شوي دي.
د هغه په وينا، د عملياتو پر مهال يادو ځواکونو د ناوې د صندوق قفل مات کړى، سره زر، پيسې او نور وسايل يې هم ورسره وړي دي.
په کابل کې د ايساف ځواکونو د مطبوعاتي دفتر پژواک اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويلي، چې تېره ورځ د افغان او يساف ځواکونو د يوه طالب قوماندان د نيولو په موخه عمليات ترسره کړل.
د سرچينې په وينا، ويل کېږي چې دغه قوماندان په تېر زېږديز کال کې د څمکنيو ولسوالۍ په هغه ځانمرګي بريد کې لاس درلود، چې ګڼ پوليس يې له امله وژل شوي وو.
خبرپاڼه کاږي، چې د عملياتو پر مهال ياد قوماندان نيول شوى، ګډو ځواکونو او ملکي وګړو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
سرچينه وايي، چې په دغو عملياتو کې يوه کس پر دوى ډزې وکړې، چې د ګډو ځواکونو په ځوابي بريد کې ياد بريد کوونکى ووژل شو او د عملياتو په ترڅ کې يو شمېر وسلې هم نيول شوې دي.
د يادونې ده، چې څو ورځې مخکې ايساف ځواکونو د لغمان په الينګار ولسوالۍ کې هم د يو لړ عملياتو په ترڅ کې اته ښځې وژلې وې او يو شمېر نور يې ټپيانې کړې وې.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.