ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

(( د افغان سرتېرو لخوا پر بهرنيو پوځيانو د اتيا سلنه بريدونو لامل په خپله بهرنيان دي))

author avatar
25 Sep 2012 - 17:11
author avatar
25 Sep 2012 - 17:11

کابل ( پژواک، ٤ تله ٩١): د ملي دفاع وزير د افغان سرتېرو لخوا پر بهرنيو پوځيانو د اتيا سلنه بريدونو لامل په خپله بهرنيان بولي او وايي، چې که ولسمشر او ملي شورا اجازه ورکړي د پاکستان بريدونو ته به ځواب ووايي.
د ملي دفاع نوي وزير سترجنرال بسم الله محمدي دغه څرګندونې نن د مشرانو جرګې په هغه عمومي غونډه کې وکړې ، چې دى ، د کورنيو چارو نوى وزير سترپاسوال مجتبى پتنګ او د ملي امنيت د لوى رياست نوى مشر اسدالله خالد وربلل شوي وو.
يادو درېيو واړه چارواکيو د تېرې مياشتې په ٢٥مه له ولسي جرګې څخه د باور رايه تر لاسه کړه.
د ملي دفاع وزير بسم الله محمدي د مشرانو جرګې په غونډه کې وويل ، چې د افغان ځواکونو له ليکو پر بهرنيو پوځيانو د بريدونو شل سلنه د افغان دولت مخالفين کوي .
ده وويل ، چې د اتيا سلنه يادو بريدونو پړه ځکه د ناټو د ځواکونو پر غاړه ده، چې دغه ځواکونه د افغانستان د خلکو مقدساتو ته سپکاوى کوي.
ده په دې اړه د نورو جزييات له ورکولو پرته زياته کړه :(( د ناټو ځواکونه ځينې داسې کارونه کوي ، چې د سرتېري لا څه چې ان وزير ته انګېزه ورکوي او احساسات يې راپاروي .))
خو هغه زياته کړه، چې سره له دې هم د افغان ځواکونو له ليکو پر بهرنيو پوځيانو د بريدونو د مخنيوي په موخه د افغان ځواکونو په ليکو کې کسان ګومارل شوي دي.
ده وويل ، چې تر اوسه په دې تړاو ځينې کسان نيول شوي او ځينې نور په نښه شوي دي .
د خپرو شويو راپورونو له مخې، د روان ميلادي کال له پيل راهيسې د ناټو پر مشرۍ د ايساف ٥١ سرتېري د افغان ځواکونو او ددې ځواکونو په ليکو کې د وسلوالو مخالفينو په ٣٧ بريدونو کې وژل شوي دي .
په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ بهرني ځواکونه وايي،چې د افغان او بهرنيو پوځيانو ترمنځ يې د کولتوري پوهاوي د ډېرېدو لپاره نور اقدامات پيل کړي ، چې د کورنيو عسکرو له خوا پر هغوى بريدونه راکم کړي.
په کابل کې د ناټو يوه جګپوړي وياند بريد جنرال ګونتر کاڅ بې بي سي ته ويلي ، چې ددې ستونزې د غوڅولو لپاره په دواړو خواو کې له کولتورونو خبرېدل پياوړي شوي او په دې برخه کې يو کتاب هم خپور شوى، چې په ښکاره ډول د دواړو لورو کولتوري توپيرونه روښانوي.
د هغه په وينا، ځينې کارونه شته ، چې په لوېديځ کې عادي بلل کېږي، خو افغانانو ته بد ښکاري.
بسم الله محمدي له اوسنۍ دندې مخکې د کورنيو چارو د وزير په توګه کار کاوه ، خو ولسي جرګې له ده او د ملي دفاع له پخواني وزير سترجنرال عبدالرحيم وردګ څخه د امنيتي ستونزو د ډېروالي او د پاکستان راکټي بريدونو ته د ځواب نه ويلو له امله د باور رايه واخيسته.
له شاوخوا يونيم کال راهيسې دپاکستان له خاورې دافغانستان پر ځينو سرحدي سيمو په وقفه يي ډول توغندويي بريدونه کيږي ،چې له امله يې لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې او خلک يې د سيمې پرېښودو ته اړ کړي دي .
محمدي نن د مشرانو جرګې په غونډه کې وويل ، چې تېره ورځ د پاکستان د راکټي بريدونو په اړه د څېړنو په موخه کونړ ولايت ته تللى و او ويې ليدل، چې دغه بريدونه اوس هم دوام لري.
دده په وينا، د ملي دفاع وزارت هڅې کوي، چې له دېپلوماتيکو او نورو لارو ددې بريدونو مخه ونيول شي.
ده زياته کړه : (( که ولسمشر او ملي شورا، اجازه وکړي ، نو د ملي دفاع وزارت به د پاکستان د بريدونو په اړه بې ځوابه پاتې نشي .))
د محمدي د څرګندونو له مخې، دغه وزارت په پام کې لري ، چې د کونړ په سرحدي سيمو کې د ملي اردو څلور نوې هډې جوړې کړي .
د افغانستان د ملي دفاع وزير په نننۍ غونډه کې دا هم وويل ، چې بهرني ځواکونه بايد د ٢٠١٤ کال تر پايه له افغانستانه ووځي، تر څو افغان ځواکونه هغوى ته په تمه نه وي او په خپلواک ډول له خپل هېواد څخه دفاع وکړي.
محمدي دا هم وويل ، چې په دې وروستيو کې القاعدې او د حقاني ډلې د هېواد د جنوب او جنوب شرق پرځاى ختيځو ولايتونو ته مخه کړې ده او هلته يې خپل بريدونه ډېر کړي دي .
د ملي دفاع وزير وايي ، چې د وسلوالو مخالفينو دځپلو لپاره افغان ځواکونو څه موده مخکې د نويد په نوم نوي او ډېر منظم پلان شوي عمليات پيل کړي دي.
دغه راز د مشرانو جرګې په نننۍ عمومي غونډه کې د کورنيو چارو وزير مجتبى پتنګ وويل، چې د ځينو مهمو عواملو له امله افغان ځواکونه په تېرو لسو کلونو کې په دې نه توانيدلي ، چې ټولو ته يو شان امنيت برابر کړي .
دده په وينا، بيوزلي ،بېکاري ، اداري فساد ، د نشه يي توکيو قاچاق،په سرحدونو کې د اړينو تجهيزاتو او لازمو ځواکونو نشتون ، په کليو او بانډو کې د ناقانونه وسلوالو شتون او د افغانستان د خلکو مقدساتو ته سپکاوى د ناامنۍ تر ټولو ستر لاملونه دي.
پتنګ وايي : (( له دې ټولو ستونزو سره سره به زه هڅه وکړم ، چې پوليس دې چمتو کړم ، چې په پوره ايماندارۍ او تقوا سره د خلکو امنيت وساتي.))
د هغه په وينا، د امنيت د ټينګښت لپاره په سرحدي سيمو کې د شته قومونوسره هم بايد مشورې وشي.
دى وويل ، چې د کورنيو چارو وزارت په هېواد کې د امنيت د ټينګښټ په موخه له نورو افغان امنيتي ارګانونو سره څو کلن ستراتيژيک پلان جوړ کړى .
ده زياته کړه ، چې د امنيت د ټينګښت لپاره به سرحدي ځواکونه پياوړي او په ناامنو سيمو کې به د پوليسو شمېره لوړه کړي.
دغه راز په ياده غونډه کې د ملي امنيت عمومي رييس اسدالله خالد وويل : ((زه په امنيت کې نوى يم ، خو کومه خبره ، چې کوم هغه ضرور عملي کوم .))
هغه وويل په پام کې لري ، چې د مشخصو پلانونو له مخې، د خلکو باور د ملي امنيت پر ځواکونو ډېر کړي او دغه ځواکونه د هېواد په هر ګوټ کې پر دندو وګوماري .
د خالد په وينا، د ملي امنيت په توقيف خونو کې له بشري حقونو سره سم چلند کيږي ، هيڅ مجرم به نه خوشې کيږي او هيڅ بې ګناه به نه بندي کيږي .
ده وويل ، چې په هېواد کې د امنيت او ثبات د ټينګښت لپاره به له اداري فساد سره جدي مبارزه وکړي او د وسلوالو مخالفينو پلانونه به له پلي کېدو مخکې شنډ کړي.
د اسدالله خالد په وينا، د افغانستان وسلوال مخالفين هڅې کوي ، چې د افغان ځواکونو ترمنځ بې باوري پيدا کړي.
خو د هغه په وينا، ملي امنيت په پام کې لري ، چې د افغان ځواکونو په ليکو کې خپل منسوبين وګوماري او هغه کسان ونيسي، چې د يادو ځواکونو په منځ کې د بې باورۍ هڅې کوي.
د ملي امنيت عمومي رييس وويل ، چې د وسلوالو طالبانو پر وړاندې وروستي پاڅونونه ولسي دي او دولت په کې هيڅ ډول ونډه نه لري .
هغه د بيلګې په توګه وويل ، چې دغزني په اندړو ولسوالۍ کې وروسته تر هغه پاڅونونه پيل شول ، چې طالبانو ښوونځي وتړل او په موټرسايکلونو به يې د پاکستان بيرغونه له ځانه سره لېږدول .
ده زياته کړه: ((موږ د دې پاڅونونو ملاتړ کوو او تاسو ته اطمنان درکوو ، چې د ديموکراسۍ او د افغانستان د نظام لپاره به هيڅ ډول ستونزې جوړې نه کړي .))
هغه وويل، چې د هېواد په ١٣ نورو سيمو کې هم ورته پاڅونونه پيل شوي او يا هم د پيل کېدو په حال کې دي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.