ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ايساف درې تنه د طالبانو له منګولو خلاص کړل

ايساف درې تنه د طالبانو له منګولو خلاص کړل

author avatar
28 Sep 2012 - 11:18
ايساف درې تنه د طالبانو له منګولو خلاص کړل
author avatar
28 Sep 2012 - 11:18

کابل(پژواک، ٧ تله٩١):ايساف ځواکونه وايي، چې ددوى يوې ګزمې تېره ورځ د کندهار په پنجوايي ولسوالۍ کې، درې يرغمل شوي افغانان د طالبانو له منګولو وژغورل.

دايساف د مطبوعاتي دفتر لخوا نن په خپره شوې خپرپاڼه کې راغلي ،چې ددې ځواکونو يوې عملياتي قطعې، ځينې وسلوال وليدل، چې پر درېيو کسانو يې سترګې تړلې وې او د يوه تراکتور په وسيله يې د يوه کلي پر لور بيول.

 خبرپاڼه وايي، چې کله ددې ځواکونو ګزمې ياد شوى تراکتور ودراوه، نو په همدې حال کې وسلوالو تېښته وکړه.

 د سرچينې د معلوماتو له مخې، ايساف ځواکونو ياد شوي درې تنه خوشې او درې تنه يې ددې کسانو د نيولو په تور ونيول، وروسته څرګنده شوه ، چې نيول شوي کسان طالبان دي.

ايساف وايي ،چې خوشې شوي کسان تر يوې اونۍ له طالبانو سره په بند کې وو.

سرچينې  د  خوشې شويو کسانو د پېژندګلوۍ په اړه نور جزييات نه دي ورکړي.

 

 

 

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.