ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په شينډنډ کې درې سيمه ييز طالب چارواکي ووژل شول

په شينډنډ کې درې سيمه ييز طالب چارواکي ووژل شول

author avatar
29 Sep 2012 - 14:36
په شينډنډ کې درې سيمه ييز طالب چارواکي ووژل شول
author avatar
29 Sep 2012 - 14:36

هرات ښار (پژواک ٨ تله ٩١): امنيتي چارواکي وايي، چې د هرات په شينډنډ ولسوالۍ کې د ايساف هوايي بريد د طالبانو ولسوال او يو نظامي قوماندان له درېيو تنو نورو سره وژلي دي.

د دفاع وزارت د ځانګړو عملياتو فرقې د څلورم کنډک مطبوعاتي مسؤول نستوه ناصري پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه هوايي بريد نن (د تلې ٨مه) سهار شاوخوا شپږ بجې د ايساف ځواکونو له خوا په شنډنډ ولسوالۍ کې ترسره شو.

هغه زياته کړه، چې په دې بمبارۍ کې د يادې ولسوالۍ لپاره د طالبانو ولسوال، د هغه مرستيال مولوي حسين او په فراه ولايت کې د طالبانو د نظامي کمېسيون رييس ملا سلطان وژل شوي دي.

ناصري زياته کړه، چې په دغه هوايي بريد کې دوه نور لوړپوړي طالبان هم وژل شوي، خو هويت يې تر اوسه په ډاګه شوى نه دى.

د هرات د والي وياند محى الدين نوري وايي، چې د طالبانو دغه لوړپوړي چارواکي په کرولا موټر کې سپاره وو، چې د شينډنډ ولسوالۍ په مجبورآباد کلي کې پرې هوايي بريد وشو.

نوري پژواک ته وويل، چې ملا اختر سربېره پر دې، چې په شينډنډ کې د طالبانو له خوا ولسوال و، د هرات د فارسي او ادرسکن ولسواليو مسؤوليت يې هم پر غاړه درلود.

د هغه په وينا، هغوى په سيمه کې ورانکاره کړنې او ترهګريز بريدونه طرح کول.

ايساف منلې، چې هغوى نن سهار په شينډنډ ولسوالۍ کې يو لړ عمليات ترسره کړي دي.

په هغې خبرپاڼه کې، چې په کابل کې د ايساف د مطبوعاتي دفتر له خوا پژواک ته را رسېدلې، راغلي، د لومړنيو معلوماتو له مخې، په دغو عملياتو کې د دولت پنځه مخالفين وژل شوي دي.

ايساف د هغوى هويت نه دى په ډاګه کړى او زياته کړې يې ده، چې په دې اړه څېړنې پيل شوې دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي. 

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.