چغچران(پژواک،١٤تله٩١):د غور ولايت چارواکي وايي، چې ددغه ولايت مرکز (چغچران) ته څېرمه په يوه چاودنه کې دوه تنه وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.
دغورولايت د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر مل پاسوال حسين صفوي د تلې په ١٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه چاودنه تېر مازيګر د تيږو په يوه معدن کې رامنځته شوې ده.
نوموړي زياته کړه، چې چاودنه د چاودېدونکو توکيو له امله هغه مهال رامنځته شوې، کله چې د معدن کارونکو غوښتل ددغو توکيو په واسطه تيږې ټوټه ټوټه کړي.
صفوي وايي، چې ياده پيښه د بې احتياطۍ له امله رامنځته شوې، چې له امله يې دوه تنه وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.
د غور د ملکي روغتون سرطبيب ډاکټر زلمي پژواک ته وويل، چې په ټپيانو کې ديوه تن يوه پښه پرې شوې ، بله يې ماته ده او روغتيايي حالت يې د اندېښنې وړ دى.
دده په خبره، د بل ټپي روغتيايي حالت ښه دى.
د سيمې اوسيدونکي وايي، چې د معدن کارکوونکي د هاوان له سرګلولې څخه باروت اوباسي او بيا ترې د تيږو په ټوټه کولو کې کار اخلي ، چې کله ناکله دغه کار دهغوى د مرګ لامل کيږي.
په روان کال کې چغچران ته نږدې په دغسې يوه بله پېښه کې يوتن وژل شوى او څو تنه نور ټپيان شوي وو.
Visits: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن