ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په لښکرګاه کې ځانمرګي بريد دوه تنه وژلي او ١٥ نور ټپيان دي

په لښکرګاه کې ځانمرګي بريد دوه تنه وژلي او ١٥ نور ټپيان دي

author avatar
8 Oct 2012 - 14:18
په لښکرګاه کې ځانمرګي بريد دوه تنه وژلي او ١٥ نور ټپيان دي
author avatar
8 Oct 2012 - 14:18

لښکرګاه (پژواک ١٧ تله ٩١): د هلمند په مرکز لښکرګاه ښار کې د ملي امنيت پر يوه ماموريت ځانمرګي بريد دوه تنه وژلي او ١٥ نور ټپيان دي.

د هلمند د امنيه قوماندانۍ مرستيال ډګروال غلام رباني د تلې په ١٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه بريد نن له غرمې وروسته شاوخوا دوه بجې وشو.

هغه زياته کړه، چې ياد ځانمرګى بريد د يوه ټونس موټر په وسيله ترسره شوى، خو د مرګ ژوبلې په اړه يې معلومات نه درلودل.

د ملي امنيت رييس بريد جنرال نظرعلي واحدي پژواک اژانس ته وويل، چې د لښکرګاه د صافيانو په سيمه کې د ملي امنيت پر درېيم ماموريت د يوه ټونس موټر په وسيله ځانمرګى بريد شوى دى.

د نوموړي په وينا، په دې پېښه کې د دوى دوه کارکوونکي وژل شوي او د يوه کار کوونکي په ګډون يې، ١٥ ملکي وګړي ټپي شوي دي.

واحدي وايي، چې دوى د دغه ځانمرګي بريد په اړه استخباراتي راپور ترلاسه کړى و، خو په مخنيوي کې يې بريالي نه شول.

نوموړي زياته کړه، چې په ملکي ټپيانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

هغه وايي، چې په سيمه کې يې له چاودېدونکو توکو ډک يو موټرسايکل کشف او له منځه وړى دى.

د علي احمد په نوم د سيمې يوه اوسېدونکي پژواک اژانس ته وويل، چاودنه ډېره زوروره وه، چې له امله يې نږدې کورونه او دوکانونه هم زيانمن شوي دي.

نوموړي زياته کړه: ((زما د کور دېوال ړنګ، ښيښې يې ماتې، د مېرمنو او ماشومانو په ګډون زما د کورنۍ شپږ تنه ټپي شوي دي.))

په لښکرګاه کې د بست او ايمرجنسي روغتونونو مسوولين وايي، چې دوى ته دوه مړي او ١٦ ټپيان ور وړل شوي دي.

روغتيايي سرچينو د ټپيانو روغتيايي حالت د ډاډ وړ وباله.

وسلوالو طالبانو د دې پېښې مسووليت په غاړه اخيستى دى.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.