ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حامدکرزى : پر ملالې  هغو کسانو بريد کړى چې د افغانستان پر پوهنې بريدونه کوي

حامدکرزى : پر ملالې هغو کسانو بريد کړى چې د افغانستان پر پوهنې بريدونه کوي

author avatar
11 Oct 2012 - 11:36
حامدکرزى : پر ملالې  هغو کسانو بريد کړى چې د افغانستان پر پوهنې بريدونه کوي
author avatar
11 Oct 2012 - 11:36

کابل ( پژواک، ٢٠ تله ٩١ ) : ولسمشر حامد کرزى دپاکستان دسولې  پر مبارزې ملاله يوسفزۍ بريد ته په اشارې سره وايي،دا هغو خلکو کړى، چې په افغانستان کې د پوهنې پر کارکوونکيو بريدونه کوي.

له ارګ څخه دتلې په ٢٠مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر حامد کرزي دغه څرګندونې تېره شپه د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري سره د يوې ټېلېفوني اړيکې پر مهال کړې دي.

پاکستاني طالبانو دوه ورځې مخکې د خيبر پښتونخوا ايالت په سوات کې پر څوارلس کلنې ملالې يوسفزۍ، چې پخپله سيمه کې يې د پوهنې لپاره مبارزه کړې وه او دسولې جايزه يې ګټلې وه، ډزې کړي او هغه يې له دوو نورو نجونو سره ټپي کړې ده.

ملاله اوس د پېښور ښار په پوځي روغتون کې تر درملنې لاندې او ډاکټرانو يې تېره ورځ له سر څخه مرمۍ ويستلې او روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ بلل شوى دى.

د ارګ په خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر حامد کرزي ددې اړيکې پر مهال يو ځل  بيا د ښځو د حقونو پر فعالې او د ترهګرۍ او سخت دريځۍ ضد مبارزې ملالې يوسفزۍ بريد، چې هغه پکې ټپي شوې، په کلکه وغانده.

ولسمشر زياته کړې ده ، چې دغه  بريد د هغو ترهګريزو بريدونو لړۍ ده ، چې له کلونو راهيسې د افغانستان د پوهنې په ښوونکو او زده کوونکو باندې  ترسره کېږي، ښوونکي او زده کوونکي يي وژلي او ښوونځي يې سوځول کېږي .

حامد کرزى وايي : (( دا دی اوس د ا ډول بريدونه  په پاکستان کې هم پيل شوي او د زياتېدو په حال کې دي.))

د سرچينې د معلوماتو له مخې، ولسمشر ددې اړيکې پر مهال يو ځل بيا ټينګار وکړ، چې افغانستان او پاکستان دواړه بايد د ترهګرۍ او سخت دريځۍ د دغه جدي ګواښ پر وړاندې سره لاس يو کړي او په صادقانه ډول يې پر وړاندې کلکه مبارزه وکړي .

د هغه په وينا، د ترهګرۍ او افراطيت پر وړاندې بې تفاوته پاتې کيدل به د دواړو هېوادونو راتلونکې له نورو جدي ګواښونو سره مخامخ کړي.

حامدکرزي پر يوې معصومې نجلې بريد، چې د ماشومانو د حقونو، د سولې د ټينګښت  او د پوهنې د ودې لپاره يې مبارزه کوله، يو ډارن او بزدلانه عمل وباله.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر يو ځل بيا خپل پاکستاني سيال اصف علي زرداري ته ډاډ ورکړ ، چې افغانستان  په دې اړه له پاکستان سره هر ډول همکارۍ ته چمتو دی.

سرچينه کاږي چې  زرداري د خپل افغان سيال حامدکرزي د ټېلېفوني اړيکې او د خواخوږۍ د مراتبو له وړاندې کولو څخه مننه وکړه او ويې ويل چې دا يوه جدي اړتيا ده ،چې  دواړه هېوادونه  د دا ډول وحشي ترهګريزو بريدونو د مخنيوي لپاره په يو موټي توب سره عمل وکړي.

په کابل کې د پاکستان دسفارت لخوا پژواک ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر اصف علي زرداري په اړيکه نيولو له ولسمشر حامد کرزي څخه مننه کړې ده.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.