ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په فارياب کې د يو محلي قوماندان ساتونکى او پنځه پوليس ووژل شول

په فارياب کې د يو محلي قوماندان ساتونکى او پنځه پوليس ووژل شول

author avatar
12 Oct 2012 - 17:40
په فارياب کې د يو محلي قوماندان ساتونکى او پنځه پوليس ووژل شول
author avatar
12 Oct 2012 - 17:40

 ميمنه ( پژواک ٢١تله ٩١): د فارياب په قيصار ولسوالۍ کې د وسلوالو مخالفينو په کمين کې د يوه محلي قوماندان ساتونکى او ٥ پوليس ووژل شول او دغه قوماندان او دوه ساتونکي يې ټپيان شول.

وسلوالو مخالفنيو دغه کمين له المار ولسوالۍ سره پر پوله پرته د ” قزېل کوتل” په سيمه کې نيولى و.

د المار ولسوال محمدصالح ، وايي چې د ملي جنبش پخوانى محلي قوماندان خيرالله چې دا مهال په سيمه کې د وسلوالو طالبانو پر ضد د خلکو پاڅون رهبري کوي، له خپلو ساتونکو او پوليسو سره روان و، چې په دې سيمه کې له کمين سره مخ شو.

د هغه په وينا، خيرالله د المار د قرايي سيمې اوسېدونکى دى .

خيرالله پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په دې کمين کې دى او دده دوه ساتونکي ټپيان شوي او ٥ پوليس او دده يو ساتونکى وژل شوي دي.

هغه وايي، چې دى سرسري ټپي شوى ، خو دوه ساتونکي يې د قيصار ولسوالۍ په روغتون کې  تر درملنې لاندې دي .

د والی وياند احمدجاوېد بېدار وايي، چې په دې بريد کې د دولت څلور وسلوال مخالفين هم وژل شوي دي .

پژواک 

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.