ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په ترکيه کې د افغانستان په اړه غونډه جوړېږي

author avatar
17 Oct 2012 - 12:09
author avatar
17 Oct 2012 - 12:09

واشنګټن (پژواک ٢٦ تله ٩١): د ترکيې په پلازمېنه انقره کې د تماس د نړيوال ګروپ له خوا د افغانستان په اړه غونډه جوړېږي.

په واشنګټن کې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت له لوري د تلې په ٢٦مه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې غونډه کې به له افغانستان او پاکستان سره د امريکا ځانګړى استازى مارک ګروسمان ګډون وکړي. که څه هم سرچينې د دې غونډې کره نېټه نه ده په ډاګه کړې خو زياتوي، چې ځانګړى استازى نن په ياده غونډه کې د ګډون په موخه روان شوى دى. په خبرپانه کې زياته شوې، چې د تماس ګروپ په دې غونډه کې به په شکاګو او توکيو کنفرانسونو کې د شوو ژمنو او له يادو غونډو وروسته د افغانستان د امنيت او پرمختګ په اړه بحث وشي. دغه راز سرچينې زياته کړې، چې په دې غونډه کې به په افغانستان کې د سياسي واک د لېږد په اړه هم خبرې وشي. د امريکا د بهرنيو چارو وزارت دغه راز ويلي، چې مارک ګروسمان به له ترکيې پاکستان ته ولاړ شي او د دغه هېواد له چارواکو سره به د افغانستان د امنيت، سولې او يو لړ نورو موضوعاتو په اړه خبرې وکړي.

Visits: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.